څه شي د فکري رشد او نوښت مخه نيسي؟

په خيالونو چرتونو او بې ګټې وهمونو كې اوسيدل او د واقيعتونو څخه سترګې پټول: دانسان چرت وهل هله ګټور وي چې دواقيعت دانكشاف ترقۍ او نوښت لپاره په معقوله اندازه وكارول شي، هسي نه چې كار پريږدي دناشونو په دريابې خيالونو كې دواقعيتونو څخه لري لاهو شي، دا دانسان دفكر لپاره وژونكې ناروغې او خطرناك رنځ ګڼل كېږي.

دكمزورۍ او عاجزۍ په پلمه هرڅه پريښودل ـ په دې ګومان چې هيڅ نه شي كولاي، ګواكې دغه ډول انسان په خپله خوښه خپل عقل او فكر بيكاره او معطل كړـ زياراوباسه چې دښمن ته دداسې وړيا ډالۍ چې شيطان ته يې وړاندي كوي دبرې چانس ورنه كړي.

دډيروفكرونواو فرصتونو په وخت ديو دانتخاب په هكله مناسب اقدام نه كول، ان تردې چې دتشويش تردداوبي زړه توب له امله ټول فرصتونه دلاس وركړي.

په پټو سترګودنورو تقليداو پيښې كول، په بل پسې بې تفكيره تلل، ځان په لټۍ او بيكارۍ روږدې كول، دفكرې خپلواكۍ اونوښت څخه ويره لرل.

له بيكاره او بې هدفه خلكوسره ملګرې كول، ځكه كله چې انسان دروڼ اندواونيكو خلكو سره ناسته ولاړه ولري هرومروترې متاثره كيږي، دښوصفاتو دخپلولو حس ورسره پيداكيږي، او همدارنګه لټان او بيكاران هم په خپلو ملګرو اغيزه لري.

عقل او فكر پداسې څه كې لګول چې دهغه لپاره پيداشوي نه وي، اوهمدارنګه فكر نه كول هم دعقل ضياع او دلوي نعمت ناشكري ګڼل كيږي.

عقل دځواك او اختصاص له چمبې څخه بهركارول بې ګټې او بې معنا زياردي، لكه دالله تعالي دصفاتو په كيفيت، تقديراتو اوداخرت په غيبياتو كې فكركول، ځكه داهغه څه دي چې الله تعالي انسان ورڅخه عاجز كړي دي او يواځې په خپل علم پوري يې محدودكړي دي.

بيكارې او په ګټور كارځان نه مصروفول، فكرګرځنده او متحرك دي كه په سم او ګټوركار دې مصروف نه كړ، خامخا دې په باطل او ناروا مصروفوې.

په خپل كار او دنده بسنه نه لرل، داړتيا، ريا، يادنورو په خاطر كاركول، دنه قناعت سره سره خپل ځان دهغه په هكله فكر كولو ته مجبورول، پدې حالت كې هيڅكله ژور فكر صورت نه نيسي، كاربه دترقۍ او نوښت څخه پرته په عادي ډول په ټيټه درجه كې روان وي.

طفيلې عادت، يا په نورو بشپړه اتكاكول، ان تردې چې په ځانګړو چاروكې هم دنورو څخه دا هيله لري چې دهغه پرځاى فكر وكړي، عقل او فكر يې جامد شي، او لكه طفيلې نبات دنورو په مرسته او څانګو پورته ځې، كله چې هغه څانګې وچې شي، ددې ژوند ورسره هم پاي ته ورسيږي، مګر دنوروسره مشوره يا په ښه كار كې ترينه استفاده كول نه يواځې داچې ناوړه خبره نه ده بلكې دعقل غو ښتنه ده.

دحواسو لټې، ځكه حواس دفكر كړكۍ او دعقل لارې دي، لكه سترګې، غوږونه، لاسونه، ژبه اوپوزه (باصره – سامعه – لامسه- ذائقه – اوشامه) هر كله چې انسان خپل حواس په ګړندې كاركولواواحساس روږدې كړي تل ترينه ښه ګټه اخيستلاي شي اوچې كله يې په لټۍ اوبيكارۍ عادت كړي له كاره ولويږې اوحال يې داسې شي لكه چې الله تعالي فرمايې (وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنْ الْجِنِّ وَالْإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ اّذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمْ الْغَافِلُونَ )الاعراف سورت، ۱۷۹اّيت.

دوزخ ته مو ډير انسانان او پيريان پيداكړي دي ځكه دوۍ په زړونو پوهه نه كوي، په ستر ګو ليدل نه كوي، او په غوږونو اوريدل نه كوي، دوۍ لكه دڅارويوپه څير بلكې له هغوۍ څخه هم ډير بې لاري دي، هغوۍ غافلان اوناپوهه دي.

دجدال او ځان ښودنې په ازميښت كې واقع كيدل، ځكه داناوړه صفت انسان په مقابل لورې دبرې لپاره دباطل پلوۍ ته هڅوې، چې دخلكو ترمنځ دكينې او دښمنۍ سبب ګرځې، يووالې اواتحاد ته زيان رسوې، دانسان فكر اوشخصيت ته بې ګټې مصروفيت اوتشويش پيداكوي، د نوښت مخنيوى كوي .

کاپي ………..