څو ځله د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه پاک کړو؟

لیکنه: حبیب مومن

دا چې په دې ورځو کې د کورونا ویروس چټک خپرواي هېوادوال له ګڼو  اندېښنو سره مخ کړي او روغتیايي لارښوونې سپارښتنه کوي څو په کورونو کې ټول هغه ځایونه چې د ټولو په واسطه او په زیاته کچه کار ترې اخیستل کېږي  پر وایروس ضد درملو غیر مېکروبي شي لکه د دروازو لاستي، د برښنا سوېچونه او د پخلنځي او تشنابونو نلونه او د کمود د ټانکۍ سوېچونه. خو پوښتنه دا ده چې څه ډول او په اونۍ کې څو ځله دغه سطحې غیر مېکروبي شي؟ د همدې پوښتنې د ځواب له پاره مې لاندې لیکنه د https://thecleaninginstitute.org له پاڼې را اخیستې او ژباړلې ده هیله ده چې ګټوره پرېوځي.

یاددونه: په لیکنه کې د ټولو د کارونې ځایونه یواځې د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه ښودل شوي خو د دې تر څنګ د پخلنځي او تشنابونو نلونه، د کمود د ټانکۍ تکمې او د الماریو لاستي هم هغه ځایونه دي چې نژدې د کورنۍ د ټولو غړو له خوا کارول کېږي نو له همدې امله یادې سطحې دې هم د عامه کارونې د سطحو په توګه په پام کې ونیول شي.

همدا ډول دا چې د کرونا د خپرواي له امله په بازارونو کې د مېکروب او ویروس ضد درملو او محلولونو پیدا کول ستونزمن شوي خو په کورونو کې د دا ډول درملو د جوړولو یوه اسانه او ارزانه طریقه چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې هم له دې لیکنې سره یو ځای شوې او تاسو ته وړاندې کېږي.

ښايي هر کور واله به په دې پوهېږي چې خپل د کور پاکوالی لکه د غولي جارو کول، د پخلنځي پاکول او د تشنابونو مینځل څو ځله او څنګه تر سره کړي خو آیا پوهېږئ چې په کورونو کې ځینې نور ځایونه او برخې هم شته چې باید پاکې کړل شي؟ د بېلګې په ډول، د وروستي ځل له پاره مو څومره موده وړاندې خپل د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه پاک کړي؟ سره د دې چې کور واله (ښځې او نارینه) په دې پوهېږي چې خپل کور څنګه او څو ځله پاک کړي خو ستاسو په کورونو کې داسې ځایونه او برخې هم شته چې ښایي له پامه مو غورځولې وي او د کور د پاکوالي پر مهال مو پام نه وي ور ته کړی لکه د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه.

 

اوس پوښتنه دا ده چې دغه ځایونه څو ځله پاک کړل شي؟ حقیقت دا دی چې د کور هغه ځایونه او برخې چې تر نورو ډېرې کارول کېږي تر ټولو ډېرې پر بکتریاوو ککړې وي او د بکتریاوو د را ټولېدو سطحې ګڼل کېدی شي. خو دا برخې چې له نورو ډېر کار ترې اخلو او یا مو ډېر لاس پرې لګېږي کومې دي؟ هغه برخې چې تر ټولو ډېر کار ترې اخیستل کېږي ښايي د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه (او د پخلنځي او تشنابونو د اوبو نلونه، د کمود د ټانکۍ سوېچ او نور- ژباړن) وي.

 

خلک په منځني ډول د ورځې په زرګونو وایروسونه او مېکروبونه لېږدوي او په همدې ککړو لاسونو بیا خپل د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه هم کاروي چې په دې توګه دا ځایونه هم په مېکروبونو او بکتریاوو ککړېږي او ښايي د هغو بکتریاوو د را ټولېدو او لېږد وسیلې وګرځي چې د زکام، والګي، نس ناستي او نورو ناروغیو لامل ګرځي.

 

څو ځله باید دا ډول ځایونه پاک کړل شي؟

 

خلک، په ځانګړي ډول لویان په کال کې نږدې له دوو تر دریو ځلونو پر زکام یا والګي اخته کېږي. له بله پلوه ماشومان تر لویانو زیات او تر ډېره په دې ډول ناروغیو اخته کېږي. هغه بکتریاوې یا وایروسونه چې د دا ډول ناروغیو لامل ګرځي کولی شي تر څو اونیو پر سختو او کلکو سطحو ژوند وکړي نو د دې ځایونو نه پاکول ښايي تاسو او ستاسو کورنۍ د دا ډول ناروغیو سره مخامخ کړي.

 

له همدې امله د دې برخې کارپوهان وايي چې اړینه ده څو دا ډول ځایونه (لکه د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه) په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله پاک کړل شي. د دې ځایونو پاکول له دې امله اړین دي چې کولی شي تاسو او ستاسو کورنیو ته د زیان اړوونکو وایروسونو او بکتریاوو د خپرېدو مخه ونیسي په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د زکام او والګي (او تر دې زیات د کرونا وایروس-ژباړن) د خپرېدو موسم دی. همدا ډول تاسو کولی شي د دراوزو لاستي، د برښنا سوېچونه او د پخلنځي او تشنابونو نلونه په بکتریا او ویروس وژونکو محلولونو سره لږ تر لږه په هرو دوو اونیو کې یو ځل پاک کړی.

 

د دروازو لاستي او د برښنا سوېچونه څه ډول پاک کړو؟

 

د دې له پاره چې دا ډول ځایونه پاک کړی کولی شی د پاکوالي له عادي لارو چارو ګټه واخلی (لکه د یوې ټوټې په واسطه د دا ډول سطحو موښل) او هم کولی شی له دوا شیندونکو وسایلو (سپرېیر) څخه کار واخلی تر څو هغه ځایونه هم پر وایروس او مېکروب ضد درملو غیر مېکروبي وګرځوی چې په آسانه مو لاس نه ور ته رسېږي. اړینه تر څو ځان ډاډه کړئ چې دا ډول ځایونه لږ تر لږه د لسو دقیقو له پاره په مېکروب ضد درملو ښه لانده پاتې شي تر څو هلته شته مېکروبونه او زیان اړوونکي ویروسونه له منځه لاړ شي.

 

تاسو په بازار کې ګڼ مېکروب ضد او وایروس ضد درمل موندلی شی چې په کورونو کې عامې بکتریاوې، وایروسونه او مېکروبونه چې د والګي، زکام ، نس ناستي او نورو ناروغیو لامل ګرځي له منځه وړلی شي.

 

لاندې هغه لارښوونې دي چې له مخې یې تاسو کولی شی خپل د دروازو لاستي، د برښنا سوېچونه او نور ځایونه پاک کړی.

 

– که پر هغه سطحه باندې چې تاسو یې د پاکولو نیت لری خیری او خاورې موجودې وي هڅه وکړئ چې لومړی ترې خیری او خاورې پاک کړی.

 

– په دوهم قدم کې پر پاکو شویو سطحو وایروس او مېکروب ضد درمل (محلول) و شیندئ او ځان ډاډه کړئ چې د سطحې ټولې برخې لکه د دروازې د لاستي د ننه برخه او د برښنا د سوېچ ټوله سطحه پر درملو لنده شوې او باید دا درمل پر یادو سطحو د څو دقیقو له پاره پاتې شي.

 

– په وروستي قدم کې تاسو پر سطحو د درملو د څو دقیقو پاتې کېدو څخه وروسته کولی شی یادې سطحې د یوې پاکې او وچې ټوټې په واسطه پاکې کړی. پرېږدئ چې کارول شوې ټوټه په خپله په طبعي ډول (په ځانګړي ډول د لمر د وړانګو په واسطه) وچه شي.

 

ضمیمه: په کور کې مېکروب وژونکې مایع جوړه کړئ:

 

تر اوسه په مشخص ډول د کرونا ناروغۍ لپاره کوم درمل یا واکسین نه دی جوړ شوی خو د مخنیوي لپاره یې زیاتې لارې چارې وړاندې شوي دي.

 

یوه لاره یې د لاسونو او مخ پاک ساتل او د کرونا وژونکې مایع کارول دي. خو که چیرې څوک په ښارونو کې د دغو مایعاتو د پیرلو وس نه لري او یا هم ورته لاسرسی نه لري، کولی شي په خپل کور کې یې په اسانه توګه جوړې کړي.

 

د جوړولو طریقه:

 

لومړی ۵۰ سي سي یا تردې لږ وایټکس (sodium hypochlorite) یا د جامو سپینوونکې مایع چې کابو په هر کور کې د جامو داغونو پاکولو لپاره کارول کیږي په یو لیټر اوبو کې حل کړئ.

 

یا دا چې ۹۹ سلنه اوبو سره ۱ سلنه د وایټېکس مایع یوځای کړی او وېې ښوروئ.

 

لاسته راغلې مایع د کرونا ویروس یو مناسب وژونکې مایع ده او کولی شي چې د ویروس له منځه وړلو کې تاسو سره مرسته وکړي. لاسته راغلې مایع په یوه سپرې کوونکې بوتل کې واچوئ او په لاندې ځایونو کې یې چې د ویروس د ټولیدنې ځایونه دي، وشیندئ.

 

۱- د کورونو او وسایطو د دروازو دستګیر یا هغه ځای چې د دروازې خلاصولو او بندولو لپاره لاس ورته غځول کیږي.

 

۲ – د حمامونو، تشنابونو، د اوبو نلکۍ او د تشنابونو تلونه.

 

۳ – دهلیزونه، کټارې او د دروازو پردې.

 

۴- د بوټونو د ایستلو او پښو کولو ځایونه

 

۵ – د خځلو بیلرونه او سطلونه

 

۶ – د انګړ او کوټو پاکولو جارو ګانې او پاس پاس

 

۷ – د خوړ او چای لوښي په یوه پلاستیکي تشت کې کیږدئ، جوړه شوې مایع پکې تویه کړئ او د لسو یا پنځلسو دقیقو لپاره یې کیږدئ.

 

۹ – ټول هغه شیان چې په ټولیز ډول کارول کیږي او یا زیات شمیر خلک ترې کار اخلي، باید د دغې مایع په مرسته ضد مکروبي شي.

 

۱۰ – کولی شی چې په میزونو، څوکیو او کوچونو باندې یې هم وپاشئ.

 

دا کار باید لږ تر لږه هره ورځ ترسره شي.