د دفتر د ریس په توګه د نارینه او ښځینه په اړه سره خلک یوه خوله نه دي.
یو شمیر وايي، چې ښځینه مدیرانې د دفتر د ښه فعالیت لپاره په ګټه دي؛ ځینې نور بیا وايي، چې نارینه غوره مدیران جوړیدلای شي.
یوه تازه ترسره شوې څیړنه ښيي، چې ښځینه مدیرانې د دفتر د ښه فعالیتونو او د کاروکوونکو په پرمختګ کې د نارینه مدیرانو په پرتله بهتره رول لوبوي.
دا څیړنه، چې له څلویښتو څخه زیات کلونه يې په بر کې نیولي پکې له ۲۷ میلونه کارکوونکو سره خبرې شوي دي.
د څیړنې پایلې ښيي، چې ښځینه مدیره کولای شي، چې په اداره کې کارکوونکي له زیات نه زیات کار ته وهڅوي، له هغوې ډیر کار واخلي؛ په اداره کې د کار منظمه هماهنګي رامینځ ته کړي او د واضح مفهامې لپاره لاره هواره کړي.
د څیړنې ګډوانوالو ویلي، چې دوې د ښځینه مدیرې تر لاس لاندې په کار کې د ډیرې دلچسپۍ احساس لري.