څېړنه:دورځې یوه کېله خوړل مو له دغه وژونکو ناروغیو ژغوري!

الله جل جلاله پر خپلو بنده ګانو دنه شمېریدونکو نعمتونو لورینه کړې چې، له جملې څخه يې میوه هم یو غوره نعمت دی چې،په خوړلو سره یې دانسان بدن ته روغتیا او ارامتیا دواړه وربخښي.

نن غواړو دمېوه جاتو له جملې څخه مو دکېلو پر ګټو خبر کړو،کېله  زیات ویټامینونه او په مناسبه اندازه پوتاشیم لري چې په خوړلو انسان له مختلفو ناروغیو ژغورل کیږي.

دامریکا دا لاباما پوهنتون څیړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلي دورځې یوه کېله خوړل مو دلسګونو وژونکو ناروغیو ژغوري.

د دوې په باور کېله چې په زیاته اندازه پوتاشیم لري او په کمه اندازه مالګې لري او دویني دجامد کیدو او غوټه کیدل چې د زړه حملې او فلج ته لاره هواروي مخنېوی کوي .

څیړونکي زیاتوي،دکېلې خوړل دبدن دفاعي سیستم په قوي کولو،د ویني دلوړ فشار په کمولو،دهډوکو په کلکولو ،د اعصابو په فعالو،دشهواني قوت په قوي کولو او دوزن په زیاتولو کې دحده ډیره مرسته کولای شي.

څیړونکو چې یاده څېړنه پر موږکانو ترسره کړې دې نتیجې ته رسېدلي چې په بدن کې دپوتاشیمو په کموالي سره انسان دزیاتو ناروغیو سره مخ کیږي چې په کېله کې په زیاته پيمانه موجود دي.

روغتیاپالان په دې باور دي چې کېله دپوتاشیمو سربیره ویټامین (بي) هم په خپل ځان کې لري چې، دزړه حملې او سرطان ناروغۍ مخه نیسي او دهاضمې په ښه کولو او دمضرو باکتریاو په مخنېوي کې دپام وړ مرسته کوي.

دوې زیاتوي دکېلو سربیره پوستکي یې هم دکېلې په څیر ګټور دي چې پرمخ د دانو یا ځوانکو په حتمولو،دمخ دښکلا او دغاښونو دپاکولو لپاره مواثره درملنه ده.

اسلامي پوهان په دې باور دي ،کېله چې په عربي کې ورته (موز) وایي په قران عظیم الشان کې یې (دطلح) په نوم یادونه شوې چې زیاتې ګټې او د ډیرو مهلکو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده.

باید وویل شي چې کېله چې له دیارلس سوو څخه زیات ډولونه لري چې له ۹۵۰ څخه زیات یې په استرالیايې هېوادونو کې اوپاتې یې په نوره نړۍ کې پيدا کیږي او زمونږ هېواد افغانستان ته دګاونډیو هېوادونو څخه راواردیږي .

دیادونې وړه ده که زمونږ د زراعت دبرخې مسولین دې برخې ته توجو وکړي نو زمونږ په نسبتآ ګرمو سیمو کې لکه: ننګرهار ،خوست ،کندهار،هلمند،نیمروز،فراه، کندوز او داسې نورو ولایتونو کې په کرلو سره به هم ټوله ګټه زمونږ او هم به دنورو احتیاجه خلاص شو.

ژباړه او زیاتونه:محمد صادق کریمزی