څېړنه:په ورځنېو چارو کې څوک ډیر درواغ وایې،ښځې که سړي؟

درواغ ویل چې اروا پوهان یې یوه رواني ناروغي یادوي او زیاتوي هرکله چې انسان په ورځني ژوند کې دکومې ستونزې سره مخا مخ کیږي نو درواغ ترې ویل کیږي.

نو دا چې درواغ ویل یو عالم رواج عمل ګرځيدلی او په ټولنیز ژوند کې له انسانانو څخه په اختیاري او غیرې اختیاري ډول ویل کیږي نو تاسو څه فکر کوۍ چې دغه ستونزه په سړیو کې زیاته وي که میرمنو کې؟ځواب یې دې څېړونکو ویلی دی.

په همدې تړاو په انګلستان کې یوې څېړنې موندلي چې ښځې دسړیو په پرتله په ورځني ژوند کې ډیر درواغ وایې.

دوې چې خپلې څېړنې په سړیو او ښځو ترسره کړې دې پایلې ته رسیدلي چې میرمنې ځکه په ورځني ژوند کې ډیر درواغ وایې چې په ورځنیو ستونزو څخه ژر دخلاصون لار ومومي.

یادو میرمنو هم پدې اعتراف کړې چې دنورو دخوشالولو او دمزاج دښه کولو او همدارنګه دمشکل څخه دخلاصون په پار په ورځني ژوندکې درواغ ویلو ته مخه کوي.

په یوه بله څېړنه کې هم ویل شوی چې په هرو زرو کسانو له جملې څخه یو تن ته دروغو ویلو ته میلان لري چې په د۱۶ کلنۍ څخه وروسته پيدا کیږي او دغه ناروغي دنارینه په نسبت په میرمنو کې ډيره لیدل کیږي.

دیادولو وړ ده چې دروغ ویل په هره سیمه او هر هېواد کې خپله فیصدي لري چې،زمونږ په هېواد کې به په کومه کچه ویل کیږي…الله پرې ښه پوهیږي.

خو باید وویل شي چې اسلام مبارک دین خپلو پيروانو ته په مکرر ډول دروغ ویل او دوکه کول دمنافق خصلت یاد کړی او ټینګار یې کړي چې دژوند په ټولو اموراتو او معاملاتو کې باید له دروغ ویلو څخه په کلکه ډډه باید وشی.

ژباړه او زیاتونه:محمد صادق کریمزی