څېړنه: وېروونکي خوبونه انسان ته ګټه رسوي

د جنیوا پوهنتون او روغتون او د امریکا ویسکونسن پوهنتون اعصاب‌پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د اندېښنې له منځه وړلو لپاره له خوبونو ګټه اخیستل د یوې وسیلې په توګه کارول کېدای شي.

څېړونکو په ویښ حالت کې د خلکو پر احساساتو د وېروونکو خوبونو اغېز څېړلی او پر اتلسو کسانو یې ۲۵۰ برېښنايي ټوټې تړلې دي.

د څېړنې په پایله کې راغلي، وېروونکي خوبونه په وېروونکي حالت کې له انسانانو سره په غبرګون ښودلو کې مرسته کولی شي.

څېړونکو ومونده، هغه کس چې له وېروونکي خوب ورسته راویښ شي، ښايي په دماغ کې یې وېرې ته غبرګون ښودونکې برخه لا ډېره فعاله شي.

پر دې بنسټ، پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې وېروونکي خوبونه په ویښه انسان دې ته چمتو کوي چې له وېروونکي حالت سره څنګه غوره چلن وکړي.

هرڅومره چې انسان له خپکۍ سره ډېر مخامخېږي او وېروونکي خوبونه ډېر ويني، هومره یې په مغزو کې له وېرې سره د چلن برخې د فعالیت کچه ډېرېږي.

څېړونکو ویلي، دې پایلې ته رسېدلي چې موږ د خوب او ویښې ترمنځ ټینګ تړاو لرونکی احساس لرو، داسې چې وېروونکي خوبونه انسان ته د داسې تمرین یوه وسیله کېدای شي چې په ویښه له ورته حالت سره څنګه چلن وکړي.

د جنیوا پوهنتون یوه څېړونکي ویلي، خوبونه ځینې وخت په واقعي ژوند کې له خطر سره د مخامخېدو پر مهال د پوره چمتووالي ریښتینی تمرین کېدای شي.

خو وېروونکي خوبونه او خپسکه ځینې وخت منفي اغېز هم کوي او خوب ورسره ګډوډېږي.

دغه څېړونکی وايي: “که وېره تر یوې مشخصې کچې ورسېږي، نو د احساساتو په سمبالولو یې مثبت اغېز له منځه ځي.”