یوه تازه ترسره شوې، څیړنه لیکي، چې چاغښت له سګریټ څکولو هم ضررناک دی او د انسان د ژر مړینې باعث کیږي.
څیړنه وړاندې لیکي، چې په نړۍ کې په هر دریو ځوانانو کې یو يې د وزن د زیاتیدو له امله مري.
تر ۴۰ سلنه پورې پاخه عمر لرونکي خلک له چاغوالي مري.
د څیړنې یو مشر چارلس ایچ هینکینس ویلي، چې چاغوالي اوس د سګریټ څکولو د خطر ځای نیولی او په امریکا او نړۍ کې د له وخته مخکې مړینې اصلي لامل ګڼل کیږي.
ډاکتران وايي، چې د چاغ نه چاغ سړي د ملا یا کمر سور باید له ۴۰ انچو کم وي او د ښځو د ملا یا کمر سور باید له ۳۵ انچو زیات نه وي وي.
چاغوالی د بدن انساج زیانمنوي او د زړه او شکر ناروغیو سربیره د ګڼو نورو ناروغیو لامل کیږي.
څیړونکي وايي، چې چاغښت د سرطاني ناروغیو د بیلابیلو ډولونو سبب هم ګرځي.
چاغو خلکو ته څیړنه د پیاده تګ او ورسره د ورځني فزیکي تمرین جدي سپارښتنه کوي.