چاغوالی یوه روغتیایي ستونزه ده او داسې تعریفیږي چې دوزن او دبدن د وازدو هغه اندازه ډیروالی چې دانسان پر روغتیا منفي اغیزغورځولی شي د غټوالي یا Obesity پنوم یادیږي. دم ګړۍ د نړۍ کابو 700 ملیونه خلک ددې ناروغۍ ښکار شویدي او هرکال د یو لک یوولس زرو 111000 تر درې لکه پنځه شپیتو زرو 365000 مړینې رامنځته کوي.
تردې وړاندې چاغوالی د ناروغیو د قاصد یا harbinger په نوم یادیده او په 2013 م کال کې د امریکا طبي ټولنې چاغوالی دناروغیو په نوم لړ کې ورګډ کړ.
چاغوالی لاندې مختلف عوامل او سببونه لري:
۱ـ ارثیت یا Genetics په دې معنی چې ځینې انسانان په ارثي او نسلیز ډول چاغوالي ته مساعد وي او هم د ځینې ارثي ناروغیو شتون
۲ـ ډیر خوراک کول په ځانګړې توګه د خوږو شیانو او غوړو زیات خوراک
۳ـ تمرین او فزیکي فعالیت نه کول
۴ـ دناروغیو له امله لکه Cushing’s syndrome، Hypothyroidism او یو شمیر نورې میتابولیک او اندوکراین ناروغۍ
د چاغوالي او د وزن د زیاتوالي لپاره یو فورمول شتون لري چې د Body Mass Index یا BMI پنوم یادیږي. پدې فورمول کې وزن په کیلو ګرام د قد په متر مربع ویشل کیږي او له دې څخه کم، نارمل او زیات وزن تشخیص کیږي.
مثلاً که د یو چا وزن 70kg کیلوګرام وي او قد یې 170 سانتي متره وي نو BMI داسې معلومیږي.
70 ÷ (1.7)² = 24
د BMI له نظره د بدن وزن په لاندې ډولونو ویشل شوی:
ـ د وزن کموالی= له 18.5 څخه کم
ـ نارمل وزن= 18.5 تر 24.9
– د وزن زیاتوالی= 25 تر 29.9
– لومړی درجه چاغوالی= 30 تر 34.9
– دوهمه درجه چاغوالی= 35 تر 39.9
– دریمه درجه چاغوالی= له 40 څخه زیات
ـ super obesity= له 45 څخه زیات
چاغوالی د لاندې ناروغیو د منځته راتګ سبب کیدلای شي:
– د زړه خطرناکې ناروغۍ او دزړه حمله
ـ د شکر ناروغي
ـ دکنسر یا سرطان ناروغي
ـ د بندونو او مفاصلو ناروغۍ
ـ د وینې ټینګوالی
ـ دماغي حمله او فلج
د زړه د حملې خطر 25-30 BMI په صورت کې دوه چنده زیاتیږي.
دچاغوالي د مخنیوي لارې چارې:
– منظم تمرین او سپورټ کول
ـ دسبزیو او فایبرلرونکو غذاګانو ډیر استعمال لکه ټول تازه سبزیجات او تازه میوې.
ـ د خوږو او غوړو خوراکونو کم استعمال
دچاغوالي درملنه:
ـ له غوړو او ډیرو خوږو شیانو پرهیز کول
ـ منظم تمرین
ـ د چاغوالي ضد درملو کارول
ـ د چاغوالي جراحي درملنه.
کاپي…