چای څښل مو ذهني روغتیا ته ګټه رسوي

که چېرته غواړئ چې د عمر له زیاتېدو سره مو رواني روغتیا له لاسه ورنه کړئ، نو هره ورځ ۳ ګیلاسه چای وڅښئ. هره ورځ ۳ ګیلاسه چای څښل د ذهني ناارمۍ مخه نیسي او ياداښت ورسره پیاوړی کېږي، همدا ډول چای د ذهن د الزایمر له ناروغیو نه مخنیوی کوي او د دغو ناروغیو ګواښ کموي.
نوي څیړنو ثابته کړي چې په ټولو هغو بټو کې چې په چاي کی ترې ګټه اخیستل کیږي، داسی انټي اکسایډنټس فلیونولزونه موجود دي چي له امله یی ذهني ناارامي ختمیږي او ذهنی یاداښت ورسره پیاوړي کیږي.
خپلواک وېبپاڼه (۳۰ جنوري ۲۰۲۰): که چېرته غواړئ چې د عمر له زیاتېدو سره مو رواني روغتیا له لاسه ورنه کړئ، نو هره ورځ ۳ ګیلاسه چای وڅښئ. هره ورځ ۳ ګیلاسه چای څښل د ذهني اضطراب یا ناارمۍ مخه نیسي او ياداښت ورسره پیاوړی کېږي، همدا ډول چای د ذهن د الزایمر له ناروغیو نه مخنیوی کوي او د دغو ناروغیو ګواښ کموي.

رش پوهنتون په یوې نوې څېړنه کې دا ثابته کړه، چې په ټولو هغو بوټو او شنو نباتاتو کې چې په چای کې ترې استفاده کېږي، داسې انټي اکسایډنټس فلیونولزونه موجود دي، چې له امله یې ذهني ناارمي ختمېږي او ذهني یاداښت ورسره پیاوړی کېږي، همدا ډول په دغو نباتاتو کې چې په چایو کې استعمالېږي داسې منرالونه او نور روغتیايي مواد شته دی، چې د ذهن د الزایمر ناروغیو مخه نیسي.

د دغې څېړنې په ترڅ کې په ۹۰۰ ډېر عمر لرونکو کسانو باندې عملي تجربې وشوې او د ۶ کالو په موده کې د دغو ۹ سوه تنو غذايي رژیم تر څېړنې لاندې ونیول شو تر څو معلومه شي، چې څوک پکې د کومو خواړو د خوړلو له امله د ذهن په الزایمر ناروغۍ اخته کېږي او څوک د کومو خواړو په نه خوړلو سره له دغې ناروغۍ نه په امان پاتې کېږي.

د څېړنیو په پایله کې د دغو ۹ سوه تنو له ډلې ۱۸۶ تنو د خواړو له لارې زیات فلیونولونه ترلاسه کړي وو، همدا ډول د دغه ۹ سوه تنو له ډلې ۳۰ سلنه یې هغه کسان وو، چې د خواړو له لارې یې اینټي اکسایډونه کم ترلاسه کړي وو او په همدې ډول په دغې ډله کې ۱۵ سلنه وګړي د چایو د نه څښلو له امله د ذهن په الزایمر ناروغیو اخته شوي وو.

ساینسپوهانو فلیونولزونه په څلورو برخو وېشلي دي، چې Kaempferol, Isorhamnetin, Myricetin او کيورسټين نومونه یې دي. دغه څلور ډوله فلیونولونه د بېلابېلو خواړو، مېوو او مشروباتو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او بیا د یو شمېر ګواښونکو ناروغیو نه مخنیوی کوي