چرګ ولې ملایکه ویني او خر ولې شیطان؟

آيا پۀ دې پوهېږئ چې خر ولې شیطان ویني او چرګ ولې ملایکه ویني؟

دا یوه داسې پوښتنه ده چې د هیچا پۀ ذهن کې پۀ ښکاره ډؤل نۀ شي ځوابېدلی او نه یې هم چا ته د ځواب فکر پیدا شوی دی، مګر رسول الله ﷺ ۱۴۰۰ کاله وړاندې ځواب کړی دی او دغه یې تفسیر او تحلیل دی?

هغه حديث چې رسول الله ﷺ پۀ دغه اړه څرګندؤنه کړې داسې یې ویلي دي؛

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذا سَمِعْتُمْ صِيَاحَ الدِّيَكَةِ فَاسْألُوا اللهَ مِنْ فَضْلِهِ .فَإِنَّهَا رَأَتْ مَلَكًا وَإِذا سَمِعْتُمْ نَهِيقَ الحِمَار

فتَعوَّذوا بِاللهِ مِنْ الشَّيْطَان .فَإنَّهُ رَأَى شَيْطَاناً .

صدق رسول الله ﷺ …

ژباړه :

د ابوهریره “رضی الله عنه” څخه روایت دی چي نبي ﷺ وفرمایل:

تاسو چې کله د چرګ اذان واورئ نو د الله ﷻ د مهربانی دعا او غوښتنه کوی، ځکه چرګ ملایکه ویني، خو کله چې د خرۀ ناره واورئ بیا اعوذ بالله وایاست! ځکه خر شیطان ویني او بیا ناره کوي.

ډېر ځله موږ دغه حدیث اوریدلی دی خو پۀ مکسد یې نۀ یو پوه شوي، پۀ دغه لا هم نۀ یو پوه سوي چي دغه حدیث د علم پر.یو انکشاف ښوؤنه کوي، خو نن سبا چې نړۍ د ساینس او ټکنالوژي پۀ لؤړو پوړیو کې ده، د دغه حدیث ساینسي څېړنه داسې پرېکړه کوي؛

د انسان د سترګو لیدلو قؤت پۀ یوه داسې اندازه کې محدود دی چې د خرۀ د لیدلو تر قؤت کم دی، همدارنګه د خرۀ د سترګو د.لیدلو قؤت د چرګ د لیدلو ترقوت کم دی او د چرګ د لیدلو قؤت ورباندې زیات دی؛ د انسان د سترګو د لیدلو قؤت دومره محدود دی چې تر سرې او سپینې ( بنفسجیه) شعاع (وړانګه) پۀ لاندې درجه کې څۀ نۀ شي لیدلای، مګر د چرګ د سترګو د لیدلو قؤت او د خرۀ دا تر دغه زیات دی .

خو پوښتنه دا ده چې ولې خر او چرګ پیریان او ملایکې لیدلای شي؟

ځواب دا دی :

خر سرې شعاعی لیدلای شي او شیطان د پیریانو د جنس څخه دی.

ځکه الله تعالی د اورڅخه پیدا کړي دي یانی تر سرې وړانګې د دغه لۀ کبله لاندې کېږی، نو لۀ همدې کبله خر پیریان لیدای شي او ملایکې نشي لیدای.

چرګ بیا سپینې شعاع ( بنفسجی ) لیدلای شي، او ملایکې د نور څخه پیدا شوې دي، یانې د سپینو شعاعو ( وړانګو ) څخه پیدا.شوې دي، نو لۀ همدې کبله یې چرګ لیدلای شي .

خو دغه تحقیق موږ ته دا ښکاره کوي چې لۀ څۀ وجې شیطانان د الله تعالی د ذکرڅخه تښتي.

هغه دا چې ملایکې د الله تعالی د ذکر ځای ته حاضرېږي نو ځکه شیطانان د ذکر لۀ ځایه تښتي.

دا چې ولې شیطانان د ملایکو لۀ حضور څخه تښتي؟

هغه دا چې شیطانان د ملایکو د نور پۀ لیدلو متضرر کېږی.

خو پۀ بله مانا که چېرې سره شعاع او سپینه شعاع پۀ یؤ ځای کې سره جمع شي، نو سره شعاع لۀ منځه ځي او سره متلاشي کېږی .

دا د محمد ﷺ علمي مالومات ؤ چې موږ ته یې ۱۴۰۰ کاله وړاندې راکړی دی.

خو موږ ته د بل څۀ اختیار نشته بې لۀ دغه چې ووایو، ای د الله تعالی رسوله! تۀ پخپله وینا کې ریښتنی يې

او الله تعالی ستا د رسالت پۀ دعوه کې لوی ریښتنی دی … رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلاً

سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.

لیکنه : ډاکتر حنیف