( چې، کې،مې ) وليکو او که ( چي، کي، مي ) وليکو؟

دلته د څرګندي ( ي ) او د اوږدې ( ې ) خبره ده؛ نو لومړی به د څرګندي ( ي ) او اوږدې ( ې ) د استعمال ځايونه زده کړو، بيابه د ( چې، کې، مې ) او ( چي، کي، مي ) پر ليکلو خبره وکړو.
:څرګنده، معروفه ( ي ) دا ( ي ) .اکثره دجمعي نومونو لپاره راځي يا هم دفعلونوپه پای کي راځي اودريځ ئې په هرځای کي څرګند اونه بدلېدونکی دئ؛ لکه :
په ښارکي لېوني سپي ډېرسوي دي.

دکاروني خاص اومهم ځايونه ئې په لاندي ډول دي.
الف: دهغونارينه نومونودمغيره يا دوهم حالت لپاره راځي چي په نارينه ( ی ) پای ته رسېدلي وي؛لکه:
سړی کارکوي ، سړي کاروکړ.
ب : په يوشمېرکسبي نومونوکي چي ديوې پېشې يا کسب ښکارندويي کوي هم کارېږي؛ لکه : دوبي ، موچي ، توپچي اوداسي نور… .
ج : په يو شمېر فعلونو کي په تېره بيا د حال زمانې په فعلونوکي استعمالېږي؛لکه:
ځي ، راځي، څښي ، وړي اوداسي نور… .
د: هرهغه ښځينه مفرد نوم چي په پای کي ئې زوره کی راغلی وي په ويلوکي ئې خج يا فشار پر لومړۍ څپه ياهجا وي، دجمع په صورت کي ئې پای ته څرګنده ( ي )ورلوېږي؛ لکه : ښځه + ښځي، منډه + منډي، لنډه + لنډي
کونډه + کونډي، تنده + تندي، ونډه + ونډي

اوږده، مجهوله ( ې ) اوږه ( ې ) ځکه ورته ويل کېږي، چي په تلفظ کي نظرنورو ياګانو ته اوږده هجا لري او اوږده تلفظ کېږي. د کاروني ځايونه ئې په لاندي ډول دي؛ لکه:
ادې، شيدې، مستې او داسي نور… . او دهغه ښځينه مفردو نومونو د جمعي لپاره راځي ، چي په ګرده ( ه ) يا زورکي پای ته رسېدلي وي، لکه :
مفرد : مڼه ډېوه وړانګه
جمع : مڼې ډېوې وړانګې
اوداسي ډېر نورو ځايونوکي کارول کېږي.

اوس نو تاسو د دواړو ( ي، ې ) د استعمال ځايونه ځان ته مالوم کړه، چي څرګنده ( ي ) افقي تلفظ کېږي او اوږده
( ې ) بيا عمودي تلفظ کېږي؛ نو د ( چې، کې، مې ) او
( چي، کي، مي ) تلفظ هم افقي دئ، عمودي نه دئ که چيري عمودي تلفظ کېږي بيابه داسي ليکل کېدلای: ( چې، کې، مې ) خو اوس ئې تلفظ افقي دئ نو بايد ( چي، کي، مي ) وليکل سي.
دې ته به نه ګورو، چي د ښوونځيو د نصاب په کتابونو کي
( چې، کې، مې ) ليکل سوي دي، هغه په ختيځه لهجه کي
( کي، چي،مي ) په اوږده ( ې ) په ډول ( کې،چې،مې ) کارېږي. په لوېديځه سيمه کي بيا ( چې،کې،مې ) د
( چي ئې ، کي ئې ، مي ئې ) لنډي مخففي بڼي لپاره کارېږي .

ليکنه: اسدالله ( سروري )