ډيپريشن

دا شپږ کاله پخوانۍ خبره ده، ما يوه متوسطه کمپنۍ چلوله. موږ به امريکايي کمپنيو ته د (آئی ټي سلوشن) په برخه کې خدمات وړاندې کول. زموږ في آئی ټي سلوشن به د لس پنځلس ډالرو په بيه وو خو د ګاهکانو شمېر مو هومره ډېر و چې همدا لس پنځلس ډالر چې به سره جمع شول، ډېر شی به ترې جوړېده. زموږ کمپنۍ شاوخوا درې- درې نيم سوه کارکوونکي درلودل، دوی به له خپلو کورونو له موږ سره همکاري کوله. موږ به د هغوی کار تر ډېرو مراحلو وروسته چاڼ او په نړۍ وال معيار برابر کړ او بیا به مو پر نورو کمپنيو خرڅاوه. زموږ ژوند خورا ښه روان و خو ناڅاپه د هغه وخت امريکايي ولسمشر، باراک اوباما خپلې پاليسۍ بدلې کړې. په اروپا و امريکا کې د پاکستان په اړه عمومي ذهنيت خراب شو او همدا چې نورو کمپنيو ته به معلومه شوه چې موږ يوه پاکستانۍ کمپنۍ يو، له موږ سره به يې اړيکي پرې کړل. آخر کې کيسه دومره خرابه شوه چې زموږ کاروبار په تېزۍ سره مخ په سقوط روان شو، بانکي حسابونه مو خالي شول، کارکوونکي مو بې روزګاره شول او موږ د پرېشانۍ په حالت کې يوه بل ته کتل. دا وخت زما د عايد او آمد يوازې يوه سرچينه پاتې وه او هغه خبريالي وه. زه هغو ورځو کې په ډيپريشن اخته شوی وم. زه د ډيپريشن په حالت کې عجيب و غريب کارونه کوم، پیاده ګرځم او په تلو تلو کې کله کله يوه بل کلي يا ښار ته رسېږم. هوايي ډګر ته ځم او د هر ځای سفر چې راته برابر شي، الوتکې ته ورپورته کېږم. اورګاډي ته خېژم يا کوم محلي بس ته ورپورته کېږم او ټوله ورځ پکې ګرځم او يا هم يوې زړې ټيکسي کې کېنم او ډرېور ته وايم، ته روان اوسه او هر چېرته چې مې زړه وي، هملته ترې کېوزم او بيا پياده روانېږم. د ډيپريشن ختمولو دا طريقه ما خپله اختراع کړې او کم از کم زما په حق کې همېشه نهايت ګټوره ثابته شوې.
ما هغه ورځ هم همداسې وکړل، له کوره راووتم او يوې نهايت زړې ټيکسي ته پورته شوم، دا د ۱۹۸۷ کال ايف ايکس ماډل موټر و. بدبختي ګوره چې يوې پرزې يې هم سهي کار نه کاوه، تلو تلو کې يوه او بل طرف ته تاوېده راتاوېده، ډرېور تر موټر هم ډېر زوړ و. په مشکله به مې ايله يو کيلومټر سفر پکې کړی و چې ډيپريشن مې په وېره بدل شو، سخت ووېرېدم او ډرېور ته مې زارۍ شروع کړې چې موټر ودروي. ډرېور په ډېره سختۍ برېک وواهه او موټر يې ودراوه. زه ترې کېوتم، جېب ته مې لاس کړ، د پنځو سوو نوټ مې راويوست، ډرېور ته مې ورکړ او خپله پر پياده‌رو روان شوم. شېبه وروسته مې داسې احساس کړه چې شاته راپسې يو څوک منډې راوهي، په وېره مې شاته وکتل، د همغې ټيکسي بوډا ډرېور منډې راوهلې، زه ورته ودرېدم، هغه ناروغ او سپين ږيری و، په مشکله يې تر ما ځان راورساوه، اوږدې اوږدې ساګانې يې واخيستې او چې دمه يې راست شوه، په غريو نيولي آواز يې وويل، ښاغليه! غواړم لاسونه دې ښکل کړم!
آه، څه جالبه ده، زه اوس خپلې ظاهري او نام‌نهاد کاميابۍ دې حد ته رسولی يم چې زما غوندې کوچني کسان هم ځان ته په تقدس قايل دي او فکر کوي چې هر سړی به يې فېن (مينه وال) وي. ما هغه بوډا ډرېور هم خپل فېن وباله او په متکبرانه لهجه مې ورته وويل، نه نه! هيڅ خبره نه ده باباجانه، زه هم ستا غوندې انسان يم!
بوډا ډرېور زما خبرې ته له پاملرنې پرته وويل، ښاغليه! دا څلورمه ورځ ده چې سورلۍ مې نه وه موندلې، کور کې مې له دوو ورځو ټول نهر دي، تاسې د يوې فرشتې په توګه راغلئ او پنځه سوه روپۍ مو راکړې. اوس به وړه او دال واخلم او سيده به کور ته ولاړ شم او د خپلې کونډې لور په شمول به خپلو لمسيانو ته هم خواړه تيار کړم خو تر تلو مخکې خامخا غواړم چې د خپل محسن لاسونه ښکل کړم!
سپين ږيري ډرېور دا خبره وکړه او زما پر لاسونو راپرېووت او په خپلو ګونځو لاسونو کې يې ونيو. زه په بېهوښۍ ته ورته حالت کې حيران ولاړ وم او هغه ته مې کتل. زه همغه وخت متوجه شوم چې زما کاروبار تازه- تازه سقوط شوی او زه د پرځېدو په حال کې يم خو بيا هم د دې سړي له نظره د دنيا تر ټولو شتمن کس يم. زه يوازې د پنځو سوو روپو په وجه د هغه له پاره مسيحا او ژغورونکی يم. هغه شېبه يوازې دوه کسان پر پياده‌رو ولاړ وو، زه او هغه سپين ږيری. ما ځان ناکام، پرېوتی او بايلونکی ګاڼه خو د هغه سپين ږيري ډرېور له نظره د دنيا تر ټولو کامياب، شتمن او سخي کس وم.
جټکه مې وخوړه، سمدستي مې ډرېور له لاسه ونيو، هغه مې پر خپل ځای ودراوه او زه د هغه پر ځای ودرېدم او بيا هغه شېبه راغله چې زه يې د دنيا په څلورم لوی حقيقت پوه کړم او هغه حقيقت دا دی چې موږ تر ناکامۍ، بدحالۍ او زوال وروسته هم کوم ځای ته رسيږو، همغه ځای ته رسېدل د لکونو، ميليونو بلکې ميلياردونو انسانانو د ژوند تر ټولو لوی ارمان وي. ډېر خلک تر څو نسله خوارۍ او زحمت وروسته هم هغه ځای ته نه شي رسېدای کوم ځای ته چې موږ له لوړ ځايه تر راپرځېدو او ناکامۍ وروسته رارسيږو. زموږ په هېواد کې اوس هم ميليونه انسانان يوازې د پنځو سوو روپو له پاره ټوله ورځ پر پياده‌روونو تېروي. موږ چې کومه ورځ د بوتل اوبه ونه مومو او د بمبې اوبو څښلو ته مجبور شو، هغه ورځ همغه د بمبې اوبه د ميليونو انسانانو د ژوند لوی ارمان وي. موږ د هوټل پر مېز نيم برګر پرېږدو او کور ته راځو خو لکونه خلک د همدې نيم برګر ترلاسه کولو له پاره ټول عمر د آسمان په طرف ګوري. موږ رسټورانټ کې فقط د خولې خوند او د مېز د رنګ جوړولو له پاره څلور ډوله خوراکونه راغواړو او که خوند يې رانکړ، همغسې سلامت يې پرېږدو او ترې پاڅيږو خو دنيا کې همدا اوس ميليونونه داسې کسان شته چې د دغسې خوراکونو د خوشبو بويولو له پاره د کورونو مخې ته پرتو ډېرانونو باندې ګرځي. موږ د چايو پر ځای کافي څښو خو زموږ په شاوخوا کې لکونه داسې خلک شته چې چای ورته د دنيا تر ټولو لويه عياشي ښکاري. موږ د شپې په زړو او ناولو جامو کې ويده کيږو، زموږ څلور کاله پخواني سليپر بوټان، مات شوي قابونه، څيرې شوي کتابونه، خرابې شوې کتابچې او زموږ د ماشومانو خراب شوی د لوبو سامان دا ټول د ميليونونو انسانانو د ژوند تر ټولو لوی ارمان وي.
بېخي ډېر خلک د يوې خلتې اوړو، يوه ډبي غوړيو او يوې قاشوغې سرکې له پاره ټوله ورځ په پرديو کورونو کې تېروي. ځان ته جامې اخيستل، له خپله جېبه روپۍ راويستل او له دوکانه د خپلې خوښې سودا اخيستل، دا خوښي د دوی د ژوند لوی ارمان دی. دوی د ژوند دغسې سطحې ته د رسېدو له پاره هره ورځ خدای ته ژړا او زارۍ کوي. موږ دولسم پاس يو، له ليسانس دورې په درېيمه درجه فارغ شوي يو، څلورو کالو کې مو په ډېره خوارۍ او سختۍ ماسټري ترلاسه کړې او بالآخره د سل و شل واسطو او د مور و پلار او کورنۍ تر يو عالَم دعاګانو وروسته راته کومه اداره کې د محرّر وظيفه پيدا شوې. له موږ سره يوازې يو زوړ موټرسايکل او يو مات بايسکل دی، يو ايف ايکس ډوله موټر کې ګرځو او نيمه نمره کور کې اوسو خو موږ هيڅکله دا فکر نه دی کړی چې دنيا کې به څومره خلک له څو نسلونو دا ارمان په زړه کې ګرځوي چې نيمه نمره ځمکه کې يو کور جوړ کړي. د هند په ممبۍ او کلکته کې اوس هم لکونه انسانان پر پياده‌روونو پيدا کيږي، ټول ژوند هملته تېروي او پای کې هملته مري هم. بيا ورپسې د ښاروالۍ موټرې راځي، د دوی مړي پورته کوي او له نور ګند سره يوځای يې وړي او يوې کندې ته يې غورځوي. تاسې همدا نن د خپل مات بايسکل د پلورلو اعلان خپور کړئ، د کور مخې ته به مو لسګونه کسان کتار ولاړ وي او د همدې مات بايسکل د پېرودلو په خاطر به د يوه بل سر ماتوي. همدا مات بايسکل د دوی د ژوند تر ټولو لوی ارمان دی. تاسې له دولسمه تر فراغت وروسته خپلې شاوخوا ته وګورئ، ميليونونه انسانان به وګورئ چې د دولسم ټولګي سند نه لري. دا ډول خلک له نسلونو-نسلونو عالي ښوونځيو ته د داخلېدو ارمان په زړه کې ګرځوي خو تر مرګه د ښوونځي پر دروازه نه شي ننوتلی. زموږ په هېواد کې (ليکوال د پاکستان خبره کوي خو دا ټولې اجتماعي بې عدالتۍ او ناورينونه زموږ په خپل هېواد کې تر بل هر ځای ډېر دي. ژباړن) ميلیونونه خلک يوه اداره کې د محرّر د وظيفې ترلاسه کولو له پاره حتا دې ته تياريږي چې د خپلې سويې مامور پښې ښکل کړي او ميليونونه داسې خلک به هم ومومئ چې ستاسې د کورنۍ پيشو او جرمن سپي پاتې شوني خوراک ته به هم د ارمان په نظر ګوري. دوی څو نسلونه وروسته هم دغسې خوراک نه شي خوړلای. زموږ په هېواد کې اوس هم نهه نوي فيصده خلک الوتکه کې سفر نه شي کولای، دوی حتا د هوايي ډګر ټرمينل نه دی ليدلی. اويا فيصده خلک مو تر اوسه کموډ نه پېژني او اتیا فيصده خلک نه پوهيږي چې کافي څه ډول خوند او ذايقه لري. لکونه خلک مو د پيناډول او شوګر ګولۍ او د لوړ فشار د دوا په ارمان مري. ډېر خلک مو د قصابانو د دوکانونو مخې ته پرتې غوښې راټولوي او د خوراک له پاره يې پخوي. هډوکي جوشوي او خوري يې، د خلکو استعمال شوې او غورځول شوې جامې اغوندي، څلور او پنځه کاله د خلکو زاړه سليپر په پښو کوي او د حلوا، کېک او ملايي د خوند څکلو په ارمان له دنيا رخصتيږي.
ما به پنځه کاله پخوا د کاغذ پر يوه مخ ليکل کول او بل مخ به مې تش پرېښود، يوه ورځ مې يوه ملازم راته وويل، دا کاغذونه ماته راکوه. ما ترې وپوښتل ولې؟ ويل، زه به يې خپلې لور ته ورکوم او هغه به يې پر تش مخ خپله کورنۍ وظيفه ليکي. له همغې ورځې مې د هغې د لور د کتابچو او کتابونو مصرف پر غاړه واخيست او د کاغذ پر دواړو مخونو مې ليکل شروع کړل. زه چې رسټورانټ کې ډوډۍ خورم، قاب کې خواړه نه پرېږدم، پيک کوم يې او چوکونو کې ولاړو ماشومانو ته يې ورکوم. موږ هيڅکله دا فکر نه دی کړی موږ چې په خپل ژوند کې کومې ناکامۍ، محرومۍ او زوال ته خپګان کوو، همغه ناکامي، محرومي او زوال د څومره خلکو د ژوند تر ټولو لوی ارمان وي او دوی څو نسلونه وروسته هم د خرما هغې ونې ته نه شي ورختلی چې موږ يې له آسمانه تر راغورځېدو وروسته سر کې ناست يو او خپل پاتې ژوند په ناشکرۍ او ګيلو تېروو.
هغه سپين ږيری ډرېور مې مخې ته ولاړ و، د هغه ګونځې لاسونه مې په خپلو لاسونو کې ونيول او په سلګو سلګو مې ژړل، هغه اريان دريان راکتل. هغه دې ته حيران و چې زما په جېب کې خو ډېر پنځه سويز نوټونه پراته دي نو بيا ولې خپه يم او ولې ژاړم؟ ما هغه ته څنګه ويلي وای چې زه د ناشکرۍ په مرض اخته يم او ناشکري يو داسې سرطان دی چې لوی نه لوی ډاکټر يې هم علاج نه شي کولای!