ژاولې ژوول د روحي فشار مخنیوی کوي!

د ژاولو ژوول ډېرې ګټې لري، چې دلته یې یو څو ته په لنډ ډول کتنه کوو:

۱- ژاولې ژوول حافظه قوي کوي او توجه زیاتوي. څېړنې ښيي چې ژاولې ژوول مغزي حجرو ته له ۲۵ – ۴۰ سلنه پورې د وینې او اکسیجن جریان زیاتوي، چې په پایله کې یې حافظه قوي کېږي او انسان باتوجه او تېز ذهنه جوړېږي.

۲ـ هغه خلک چې ژاولې ژويي، تر هغو چې نه یې ژويي، ویښ او بیدار وي او د بهرني عامل پر وړاندې غبرګون ته تیار وي.

۳- که خوب درځي او غواړی چې خوب مو وتښتي؛ نو ژاولې ژوول بالکل له تاسو سره مرسته کوي، چې خوب مو وتښتوي.

۴- ژاولې ژوول د روحي فشار او خپګان مخنیوی کوي.

۵ – ژاولې غاښونه روغ ساتي. څېړنو ښودلې چې که له ډوډۍ وروسته، د ۲۰ دقیقو لپاره ژاولې وژوول شي، غاښونه پاک او روغ پاتې کېږي. تر ډېره هڅه وکړئ چې ګلوکوز لرونکې ژاولې و ژویی.

۶- ژاولې ژوول د زړه د سوځېدو مخه نیسي. تر امریکا وروسته په ترکیه کې د ژاولو د تولید ډېرې فابریکې فعالیت کوي. د یادونې ده چې د ژاولو کیفیت باید په پام کې ونیول شي، ځکه بې کیفیته ژاولې پر غاښونو سربېره، د روغتیا لپاره هم زیان رسولی شي.