ښه ښځه او بده ښځه  !

د ښې ښځې ښه صفات

۱- فکر یې تل په خاوند او د کورنۍ په غړو کې وي .

۲- د خاوند او د کورنۍ سره یې یو ځاي خوشاله ژوند کوي  .

۳- د کورنۍ د ټولو غړو عزت او احترام کوي  .

۴-  حیا او شرم لري  .

۵- هیڅکله شکایتونه نه کوي  .

۶-  پوه، علم، او هوښیاري لري  .

۷- میړه ته بد رد نه واي او میړه ته ارزښت ورکوي  .

۸- هر کار په منظم او په خپل ټاکلي وخت یی کوي .

۹- د کورنۍ د ټولو غړو په ورین تندي خدمت کوي  .

۱۰-  په ژوند کې تل خوشاله وی  .

۱۱-  ښه اخلاق او انسانیت لري  .

۱۲-  کور کې اتفاق راولي  .

۱۳-  هیڅکله داسی خبرې نه کوي چې نور ملامت کړي تل ځان ملامتوي  .

۱۴- ښه خوي خصلت او ادب لري  .

۱۵- ځان تر نورو لوړ نه ګڼي   .

۱۶-  خپل خبري په داسي طریقه کوي چې د نورو زړه آذار نه کړي  .

۱۷-  ځان د نورو ښځو سره نه مقایسه کوي  .

۱۸- همیشه حوصله او صبر لري  .

۱۹-  د نورو ښځو سره کېنه او کرکه نه کوي  .

۲۰-  په کور کې  اتفاق او یو والی راولي  .

د بدي ښځي بد صفات  !

۱- تل د پیسو زر او زیور او جائیداد په فکر کې وي  .

۲- کوښښ کوي چې خاوند په ډول ډول بهانو د خپلې کورنۍ څخه جلا کړي .

۳- تل په دي فکر کې وي چې د کورنئ نور غړي یي دښمنان دي  .

۴- بي حیایي یی اوج ته رسیدلي وي  .

۵- خاوند او د کورنۍ ټول غړي تری خوابدي وي .

۶- ژوند یي ټول شکایت ګرزیدلي وی  .

۷- ځان هوښیار ګڼې مګر په حقیقت کې ډیره ناپوه او بي علمه وي  .

۸-  میړه او کورنۍ ته یي هیڅ ارزښت نه ورکوي  .

۹-ټول کارونه یی غیر منظم ، او کور یي بي نظمه او چټل وي  .

۱۰- تل د ځان په فکر کې وي او د کورنئ د نورو غړو غم ورسره نه وي  .

۱۱- په ټول ژوند کې خوابدي وی  .

۱۲- بد اخلاقي یي تر حد اوښتي وي انسانیت خو پیژني نه  .

۱۳- د کور اتفاق او یو والی له منځه وړي  .

۱۴- میړه او د کورنۍ ټول غړي تری تنګ وي  .

۱۵- تل نور ملامتوي حال دا چې غلطي به یی خپله کړي وي  .

۱۶- بد خوي اخلاق نلري بی ځایه خبري او بد اخلاقي کوي  .

۱۷- همیشه غواړی خپل نظر په نورو ومني که څه هم غلط وي  .

۱۸- تل په داسی طریقه خبري کوي چې د نورو زړونه ازار کړي  .

۱۹- ځان تر نورو لوړ ګڼې په داسی حال کې چې هیڅ به هم نه وي  .

۲۰-  تل شکایتونه کوي  .

۲۱- تل د نورو ښځو سره کېنه او حسد کوي  .

۲۲-  په کور کې بی اتفاقی اچوي .

کاپي: ډاکتر حنیف طبي معلومات