ښکلا او روغتیا له وزن سره تړلې دي

لیکوال :  حمیدالله حمیدي

هغه کسان چې ډېر چاغ دي، که دوه نیمې کیلو هم خپل وزن کم کړي، له ورایه به یې په بدن کې توپیرونه ولیدل شي او له ظاهري ښکلا سره یې مرسته کوي. دوی چې له ډېر چاغوالي کړېږي، که لږ هم خپل وزن کم کړي، پر نفس به یې باور زیات او له خپلې روغتیا سره به یې مرسته کړې وي.

۱- د خوړو اندازه مو کنټرول کړئ

څومره چې ډېر خواړه خوری، په هماغه اندازه مو په بدن کې انرژي تولیدېږي، نو د دې لپاره چې وزن مو کم کړی وي، د خوړو کچه مو ټاکلې اندازې ته را ښکته کړئ. هڅه وکړئ، څو د یو ورغوي په اندازه غوښه وخوری، معنا دا چې را کمه یې کړئ. کله چې هوټل ته ځی، کومه اندازه خواړه چې فرمایش ورکوئ، نمایي یې کور ته درسره راوړئ، هڅه وکړئ چې د خوړو نمایي برخه مو مېوه او سابه وي.

۲- ډېر غوړ خواړه مه خورئ

موږ او تاسې تر ډېره غوړ خواړه خورو، خو پام مو وي چې دغه څه د یوه دام په څېر دي. هغه کسان چې خوراکي توکي جوړوي، هڅه کوي د دې لپاره چې د خوړو خوند ښه کړي، له بورې او یو ډول اوړو څخه ګټه اخلي. دغه مواد کولی شي ستاسو په بدن کې له اندازې زیاته انرژي تولید کړي چې د وزن د زیاتوالي لامل مو کېږي.