کرونا څه ډول ویروس دی؟

ژباړه: نسیمه محمدي

کرونا د یو ډول ویروس نوم دی، چې په چین کې خپور شوی او لا د پراختیا په حال کې دی.

د شفا آنلاین راپورونو پر اساس، کرونا د ویروسونو یو ډول دی، چې د پوزې، سینوز او یا هم د ستوني پورتنۍ برخه کې د انتان سبب ګرځي. کرونا نوم د دې ویروس له جوړښت څخه اخیستل شوی، مېکروسکوپي انځورونو کې د سپوږمۍ حلقې ته ورته بڼه لري.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر په وروستیو کې د چین له ووهان ښاره راپور ورکړل شو او په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی. وروسته د مسافرینو په واسطه نورو هېوادونو لکه امریکا او په ټوله نړۍ کې خپور شو. تر اوسه په زرګونو وګړي پرې مبتلا شوي دي.

کرونا د لومړي ځل لپاره د چین د طبي پوهنتون ویروس پېژندونکي استاد لئو پون له لوري وپېژندل شو. نوموړی په احتمال سره وايي، کرونا لومړی د یوه حیوان په وجود کې جوړ او وروسته د انسان په وجود کې وده موندلې او د نادره مواردو څخه دی، چې د زوتونیک په نوم یادېږي؛ دا اصطلاح هغه ناروغیو ته چې له حیوان څخه انسان ته سرایت کوي، اتلاقېږي. د پون د څرګندونو په اساس، کرونا د پونوموني لامل او له انتي بیوتیک سره ځواب نه وايي. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې کرونا تر کومې کچې وژونکې کېدای شي.

بستري ناروغان، کارګران، د سمندري خوړو عمده پلورنځیو مشتریان، د دې ناروغۍ لومړي انتقالوونکي دي. د ژوندیو حیواناتو غوښې لکه چرګانو، پسه، خوګ، اوښ، ګیډړ، بامبو موږکانو او خزنده ټول د دې ویروس د منبع په توګه یاد شوي.

د کرونا علایم

دا ویروس د تنفسي سیسټم له کم بیا تر متوسطو ستونزو لکه زکام لامل کېږي. نښې یې ټوخی، د ستوني درد، د پوزې اوبه، احتمالاً سر درد او تبه ده، چې تر دوو ورځو دوام کوي.

زاړه او تنکي ځوانان چې ټیټ معافیتي سیسټم لري، د جدي ستونزو لکه ذات الریه یا برونشيت لامل ګرځي.

MERS د تنفسي سیسټم پېژندل شوی سندروم دی، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ ز کال کې، په منځني ختیځ کې څرګند او د تنفسي ستونزو لامل کېده؛ د CDC پر بنسټ، په MERS ویروس له هرو لسو اخته وګړو، دری تر څلورو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

اوس داسې ګومان کېږي چې کرونا د علایمو له پلوه له MERS او SARS ضعیفه او لږه ده.

د آکسفورډ نړیوال پوهنتون د انتاني ناروغیو استاد، پیټر هوربي وايي: «اوس ناروغان یوه اونۍ کم ټوخی او ورپسې نفس تنګي تجربه کوي او وروسته تر دې ۱۵ تر ۲۰ سلنه شدیدو مواردو روغتونونو ته د مراجعې اړتیا درلوده.»

سرایت

دا ویروسونه له حیواناتو سره د تماس له لارې انتقالېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د پوهانو په خبره، MERS له اوښانو او SARS له پيشوګانو څخه پیل شوی، خو د کرونا په اړه تر اوسه څرګنده نه ده، چې کوم څاروي او ژوي په ووهان کې د خپرېدو لامل شوي، همداسې له انسان څخه بل انسان ته لېږدېدل هغه وخت چې د اخته کس د ټوخي پر وړاندې وي، تر سره کېږي.

د کرونا وایروس شکل

ټوخی، پرنجی او د لاسونو لړزه هم د دې ویروس له مشخصو علایمو څخه دي. د ناروغ له وسایلو سره تماس، د روغتیايي کارکونکو له لوري د ناروغانو د منتن وسایلو او کثافاتو ټولول د سرایت له ډولونو دي. له ناروغ انسان روغ انسان ته لېږد هم تایید شوی دی. دا چې کوم وګړي ډېر د دې ویروس له ګواښ سره مخ دي، په ټولنه کې او یا هم په روغتونو کې ناروغان، څېړونکي یې د پوهېدو هڅه کوي. همدارنګه SARS او MERS په زړو خلکو کې د کرونا په پرتله د سختو ناروغیو باعث کېږي او په منځنۍ توګه ناروغان یې له څلوېښت کلنۍ پورته دي.

درملنه

خاصه درملنه نشته، خو څېړنې روانې دي. ډېری وخت علایم په خپله لمنځه ځي، روغتیا پالان هم سپارښتنه کوي چې په دې اړه باید اړین مراقبت تر سره شي. که علایم له ذکام ډېر شدید حالت ته لاړ شي، نو حتماً روغتیا پال ته مراجعه وکړئ. د درد او تبې له درملو سره علایم تسکین مومي.

له بخار یا ګرمو اوبو سره حمام، د ستوني درد یا ټوخی له آرامېدو سره مرسته کوي. د زیاتو مایعاتو څښل، استراحت او کافي خوب هم د دې ویروس په درملنه کې ګټور تمامېږي.

آیا دا ویروس د اندېښنې وړ دی؟

د لندن د امپریال کالج د چاپېریال پېژندنې استاد، نیل فرګوسن د وینا مطابق، د کرونا ویروس د مړو شمېر د MERS او SARS په پرتله لږ دی، مګر لا هم له اسپانیايي انفلونزا سره د پرتلې او د نړۍ په سطحه د اندېښنې وړ دی. نوموړی معتقد دی چې کېدای شي د مړینې اندازه زیاته نه وي، خو نوي ویروسونه ډېر ژر او په چټکۍ د خلکو تر منځ خپرېږي.

د مخنیوي لارې چارې

د ویروسونو د دې کورنۍ پر وړاندې د مخنیوي لپاره واکسین نشته. د MERS ویروس پر وړاندې واکسین د آزمايښت په حال کې دی. د امریکا د روغتیا ملي انسټېټوټ د کرونا ویروس ضد واکسین پر جوړولو کار کوي، مګر میاشتې وخت نیسي، څو کلینیکي څېړنې تر سره او تر یو کال وخت به وغواړي، چې بازار ته راشي. له ناروغه وګړو څخه لرېوالی پر ویروس د اخته کېدو خطر کموي. روغتیا پالان د سترګو، پوزې او خولې څخه د لاسونه لرې ساتل. حد اقل د ۲۰ ثانیو لپاره په اوبو او صابون د لاسونو وینځل، د ویروس د مخنیوي لپاره توصیه کوي.

که ناروغ یاستی او فکر کوی چې لامل یې کرونا ده، ژر د درملنې لپاره صحي مرکز ته لاړ شئ. د ټوخي او پرنجي په وخت خوله او پوزه په دستمال وپوښئ، هغه لوښي او سطحې چې لمس کوی، تعقیم کړئ او که چین ته سفر کوی، له علایمو باید خبر او د څارويو بازار ووهان هغه ځای چې دا ویروس ترې خپور شوی، له ورتګه ډډه وکړئ.