کله مو په موټر کې زړه خراب شوی؟ نښې، لاملونه او د حل لارې!!

په موټر، الوتکه، ریل ګاډي یا په یوه پارک کې په ګرځنده څيز کې د کیناستو پرمهال پر تاسې سر ګرځي یا مو زړه خرابیږي؟ دغې ناروغۍ ته په طبي اصطلاح (Motion sickness) یا د حرکت ناروغي ویل کیږي.

لامل یې څه دی؟

د انسان د بدن هر ډول حرکت، د غوږونو، لاسونو، پوزې، خولې یا نورو بدني غړو له لارې لومړی دماغو ته رسیږي، خو د سر تاویدلو یا زړه خرابېدل هغه مهال رامنځته کیږي چې د مرکزي عصبي سیستم او د عصبي سیستم ترمنځ متناقض پيغامونه ترلاسه شي.

دا هغه مهال کیږي کله چې مونږ په داسې څه کې کینو چې شاوخوا یا چټک ګرځي، زمونږ سترګې یو څه ګوري خو سیستم بل څه محسوسوي، ګورو یو څه احساسوو بل څه، دغه حرکتونه مو دماغ نشي برداشت کولی چې په پایله کې د سر ګرځېدل او د زړه خرابېدل رامنځته شي.

نښې يې څه دي؟

قۍ راتلل، زړه بدوالی، خوله راتلل، مخ ژیړیدل، تنفس کې ستونزې،  سر تاویدل، تنګېدل او داسې نورې نښې لکه د مزاج خرابېدل، نارامي او سر درد هم کیدلای شي.

که څه هم دغه نښې زیاتې جدي نه دي خو ددې څخه د ځان ژغورلو لپاره لاندې لارې په کار واچوئ:

حل لارې چارې:

مخامخ کتل

ددې یو عام او اسانه حل دا کیدلای شي چې تاسې په موټر یا بل څه کې له شیشې بهر مخامخ لور ته وګورئ کوم لور ته چې موټر حرکت کوي، په دې سره د بدن په عصبي سیستم جوړیدو کې مرسته کیږي.

یوه شېبه خوب

که چیرې د شپې وخت وي يا په شیشه کې بهر کتل ستونزمن وي، نو د یوې شیبې لپاره خپلې سترګې پټې کړئ او ویده شئ، په دې سره د سترګو او دماغو ترمنځ توازن سمیږي.

ژاولې

په موټر کې د سفر پرمهال د سرتاویدو او زړه خرابوالي مخنیوي لپاره له ځان سره ژاولې ویسئ، دا مو په حالت بدلولو کې مرسته کوي.

ادرک او لیمو

که چیرې مو حالت دمخه خراب شوی وي نو یوه اندازه ادرک خوله کې واچوئ او د ژاولې په څېر یې وژویئ، دغه راز د لیمو اوبه وڅښئ حالت به مو ډير ژر تغیر ومومي.

ویلنی یا نعنا

ویلنی مو هم بدن اراموي، که نور نه وي لږ تر لږه ددې بوی مو هم ذهن ته ارام ورکوي او له خراب حالت مو ویستلی شي.

تازه هوا

په تازه هوا کې ژورې ساه اخیستلو سره هم کولای شئ د سر تاویدل یا زړه خرابېدل کنترول کړئ.

د ژغورلو عملي لارې

په موټر، الوتکه یا ریل ګاډي کې همیشه په داسې حالت کې کښینئ چې سترګې مو هغه څه وویني کوم د بدن داخلي غوږونه یې محسوس کړي.

دغسې کسان موټر کې باید همیشه مخکې سیټ کې کینول شي، تر څو مخامخ منظره وګوري.

کشتۍ کې د سفر پرمهال مخامخ لور ته وګورئ، او الوتکه کې د کړکۍ لور سیټ کې کینئ او بهر ته ګورئ.

که چیرې تاسې یو له «موشن سکنس» ستونزې وګړو څخه یاست نو په موټر کې د مطالعې کولو څخه ډډه وکړئ، یا په داسې ځای کې مه کینئ چې ستاسې سترګې د حرکت مخالف لور ته وي.

دغه راز له سفر وړاندې ترخه او مساله دار څيزونه مه خورئ، قوي خوراک لکه هګۍ او داسې نور هم مه کوئ، ځکه چې دا مو په معده بوج کیږي او د هضمېدو پرځای مو د قۍ په شکل له معدې خارجیږي.

کله ډاکټر ته ولاړ شئ؟

په عامه توګه دغه ستونزه د سفر پای ته رسېدو پرمهال ختمیږي خو که د سر تاویدل، سر درد، قۍ کول، اوریدو کې ستونزه او یا مو په سینه درد وي نو ډاکټر ته رجوع کولای شئ.