که تاسو دا کار کولی شئ، نو فېسبوک به تاسو ته سل زره ډالر درکړي

په ټولنیزو رسنیو کې مېمز (Memes) خورا مشهور دي او د دوی شهرت د دوی د خندا او طنز له امله دی، په هرصورت د خندا او طنز ترڅنګ خلک داسې نفرت لرونکي مېمز هم خپروي چې پکې خلک د نژاد، مذهب یا نورو ډیری دلایلو پر بنسټ په نښه کیږي او د انسانانو ترمینځ کرکه خپروي.

اوس فېسبوک پریکړه کړې چې د داسې مېمز مخه نیولو لپاره یو لوی ګام پورته کړي او د ډویلپرز لپاره یې لوی وړاندیز اعلان کړی دی.

د انډیا ټایمز د خبر له مخې فیسبوک اعلان کړی چې هغه ډویلپران چې د مصنوعي استخباراتو په مرستې سره دا ډول ټیکنالوژي اماده کړي، کوم چې وکولی شي په فېسبوک کې د کرکې خپرولو مېمز کشف کړي او مخنیوی یې وکړي، نو هغه ته به د فېسبوک اداره سل زره ډالر انعام ورکړي.

راپور زیاتوي چې فېسبوک لا دمخه داسې مصنوعي استخباراتي ټیکنالوژي لري چې نفرت لرونکي ویډیوګانې او متن کشف او هغه بند کړي، مګر لاهم داسې ټیکنالوژي شتون نلري چې وکولی شي د ورته میمونو مخه ونیسي.

فېسبوک وايي چې دا خورا ستونزمن کار دی چې مېمز ډي کوډ کړي او په هغه کې موجود مواد وپیژندل شي. تر دې دمه د دې مقصد لپاره د فیسبوک شرکت له “ډرائیون ډاټا” په نوم د پلیټ فارم سره په ګډه کار کوي.

که تاسو هم ډویلپرز یاست او غواړئ د فېسبوک لپاره ورته ټیکنالوژۍ رامینځته کولو سره سل زره ډالر انعام ترلاسه کړئ