۱: سهار وختي پاسېږئ، له اللهﷻ څخه بښنه وغواړئ.
الصّٰبِرِينَ وَالصّٰدِقِينَ وَالْقٰنِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ. (ال عمران:١٧)
ژباړه:
دا خلك صابران دي. رښتيني دي، امر منونكي او مال ښندونكي دي او د شپې په وروستیو شېبو کې له الله څخه د بښنې دُعاګانې غواړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۲: د اللهﷻ په قدرتونو فکر وکړئ.
وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض (ال عمران:١٩١)
ژباړه: او د ځمکې او اسمانو په پیدایښت کې فکر کوئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
۳: له نیکانو خلکو سره ملګري شئ!
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًا
ژباړه:
او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي، واكوال د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟ – د يو داسي چا اطاعت مكوه چي د هغه زړه موږ له خپل ياد څخه غافل کړيدى او د خپل نفس پيروي يې غوره کړېده او کړنلاره يې په افراط او تفريط باندي ولاړه ده. (الكهف٢٨)
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
۴: ذکر کوئ.
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا (الأحزاب :٤١))
ژباړه:
اې مومنانو! د اللهﷻ ذکر ډېر ډېر کوئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۵: په خشوع او عاجزۍ سره لمونځ کوئ.
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُون، َالَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ. (المؤمنون:۱-۲)
په باوري ډول مؤمنانو برى موندلی دی، هغه کسان چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۶: په اللهﷻ توکل وکړئ.
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلًا (النِّسَاء:۸۱)
او پر اللهﷻ توكل وکړه، او اللهﷻ د ساتونكي په توګه كافي دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۷: په سخته ګرمۍ کې روژې ونیسئ.
“يدع طعامه و شرابه و شهوته من اجلي”
یعني: دوئ خپل خوراک څښاک او شهوت زما له کبله پریږدې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۸: په پټه صدقه وکړئ.
“حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه”
ژباړه: تر دې چې چپه لاس پوه نه شي، چې راسته لاس څه ورکړل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۹: له مسلمان ورور څخه تکلیف لرې کړئ.
“من فرج عن مسلم كربة من كرب الدنيا فرج الله عنه كربة من كرب يوم القيامة”
ژباړه: څوک چې یو مسلمان ورور د دنیا په تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه خلاص کړي، اللهﷻ به يې د قیامت پـه تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه وژغوري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۰: په فاني دنیا ناز مکوئ.
وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (الأعلى:١٧)
ژباړه: او اخرت غوره او ډير پاتیدونکې دی.
کاپي…