که غواړئ اولاد ولرئ نو د لمر شعاع ضد کریم مه استعمالوئ

نوی څیړنه ثابته کړې چې هغه نارینه چې د لمر شعاع ضد کریم استعمالوي په هغوي کې د پلار کیدو وړتیا له منځه ځي.

امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ څیړونکو ثابته کړه چې د لمر شعاع ضد کریمونو کې ۲ داسې کیمیاوي مواد کارول شوي چې په نارینه کې د پلار کیدو وړتیا له منځه وړي.

ساینسپوهانو په وینا دغه کریمونه د ۲۹ مختلف کیمیاوي موادو له یوځای کیدو څخه لاسته راځي چې انسان په پوټکي کې جذبیدو سره د هورمونونو او غدو جوړولو نلونه بندوي.

هغه نارینه چې په دوامداره توگه د لمر شعاع ضد کریم استعمالوي په هغوي کې د پلار کیدو وړتیا ۳۰٪ کمیږي.

ډویژن اف انټرنیشنل پاپولیشن هیلت ریسرچ مشر لویس وايي:« دغه کریمونه یوازې په نارینه کې د پلار کیدو وړتیا زیانمنوي چې په ښځو کې د دغې کریم استعمال کوم خاص اغیز نه لري.»

د څیړونکو په وینا د جلد ساتل د لمر له شعاع څخه ډیر اړین دی ځکه چې دغه شعاع ګانې په انسان کې د سرطان سبب ګرځي خو هغه نارینه چې غواړي اولاد ولري نو د کریم پر ځای دې له نورو طریقو ګټه پورته کړي.