که غواړئ په شکرې ناروغۍ اخته نشئ

امریکا کې یوې ترسره شوې نوې څېړنې ثابته کړې، چې سهارنۍ کې د وربشو خوړل په کافي اندازې سره د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کموي.

دغې څېړنې کې ادعا شوې چې وربشو کې شته فایبر د شکرې ناروغۍ په دوهم ډول د اخته کېدو خطر کمولی شي.

په دې روغتیايي څېړنې کې ویل شوي چې د ورځې په جریان کې ۲۶ گرامه فایبر کارول د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر تر ٪۱۸ پورې کمولی شي.

څېړونکي وايي چې فایبر هغه گټور مواد دي چې له انسان سره د مناسب وزن ساتلو کې مرسته کوي او په دې ډول په شکرې د اخته کېدو خطر کمېږي.

له همدې امله وربشې د سهارنۍ لپاره یو له تر ټولو غوره انتخابونو گڼل کېږي.

په دې نوې څېړنې کې همداراز ادعا شوې چې د ورځې په جریان کې ۱۰ گرامه فایبر کارول بیا د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر ٪۹ پورې کموي.

د څېړنې له پایلو څرگنده شوې چې په هغو کسانو کې چې خوړو کې يي وربشې شاملې دي د شکرې په دوهم ډول د اخته کېدو خطر د عامو خلکو په پرتله لږ دی.

څېړونکي وايي چې تر دې دمه د وربشو د دغې روغتیايي گټې لامل يي نه دی موندلی، خو په دې باور دي چې وربشې انسان د اوږدې مودې لپاره موړ ساتي او د اضافي وزن مخنیوی کوي، چې له همدې امله په شکرې د اخته کېدو خطر هم کموي.