که موبایل مو سستي کوله داسې سم کړئ

هغه کسان چې ټلېفونونه يې په انډاريډ سيسټم چلېږي، په دې وروستيو کې يې چيغې پورته شوې، ځکه په انډرايډ چلېدونکي ټلېفونونه لومړی ښه تېز، خو سوکه سوکه بېرته کمزوري کېږي.

د موبايل پر مخ هيڅ ای‌کن مه پرېږدئ، ځکه سيسټم سکرين ته د موادو په لېږد رالېږد تر هر څه ډېر کمزوری کېږي.

  • د دې له‌پاره چې موبايل مو تېز او چټک وي، وخت پر وخت يې اپرېټينګ سيسټم وګورئ او پر وخت يې اپډېټ کړئ. د دې کار له‌پاره اباوټ فون ته لاړ شئ او بيا سيسټم اپډېټ کېکاږئ.
  • هغه اپليکېشنونه چې په درد نه درته خوري، له يوې مخې يې له ټلېفون څخه ډيليټ کړئ. بې‌کاره اپليکېشنونه مو نه يوازې موبايل سستوي، بلکې بېټرۍ هم ژر ختموي.
  • وخت پر وخت د موبايل رېم پاک کړئ.
  • په موبايل کې مو (Auto Sync) سيسټم غيرفعال کړئ.
  • او که په دې يوه هم نه کېده، موبايل مو ريسيټ کړئ.