که مو داسې وکړل په راتلونکي کې به مو پښېمانه کړي!

کله چې انسان څه ګټه وټه پيل کړي او له مالي پلوه خودمختار شي؛ نو د خپل اقتصادي حالت مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.

له اقتصادي پلوه ځان بسیا کول د انسان په زیار، خوارۍ او ځیرکتیا پورې اړه لري.

ځينې خلک خواري کوي، ستونزې ګالي، شپه او ورځ کار کوي؛ خو پيسې بې پلانه لګوي. دا چاره په راتلونکي کې لويې ستونزې جوړولای شي.

هغوی چې د نن غم ورسره وي او د سبا په اړه فکر نه کوي؛ کله چې په فزیکي لحاظ کمزوري شي؛ بیا پته ورته ولګي، چې نه يې ځان او نه يې کورنۍ ته څه پيسې سپمولې دي.

خو هغه خلک چې له لږ ګټې سره سره لګښتونه په ډېر فکر سره کوي، نه یوازې له مالي پلوه نه کمزوري او نه خپه کېږي، بلکې د راتلونکې له پاره سپما هم کولی شي.

هغوی چې په ورځني ژوند کې د پاموړ ګټه او عایدات لري؛ خو خپل ورځني لګښت ته پام نه کوي،  نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، بلکې د راتلونکي لپاره شمتني یا سرمایه هم نه شي ساتلی.

دلته په ژوند کې ځينې داسې مالي پرېکړې را اخلو، چې په ښکاره خو ښې برېښي، خو په راتلونکي کې پېښماني لري.

۱ـ  د راتلونکي لپاره د پیسو نه سپمول

په امریکا کې یوې څېړنې ښوودلې، چې ډېری وظیفه لرونکي کسان د خپلې دندې پر مهال له بانکونو په پور موټر او یا کور اخلي، بیا ورته په قسطونو پیسې ورکوي.

څېړنې ثابته کړې، همدا لامل دی، چې دا خلک د خپل راتلونکي لپاره هېڅ نغده شتمني نه لري او دوی هغه وخت چې له دندې تقاعد شي او پر کور کېني، په تېر وخت پسې لاسونه مروړي.

نو که تاسو غواړئ چې له ورته پښېمانۍ سره مخ نه شی، سر له همدا نن څه اندازه پيسې سمپا کړئ چې په راتلونکې مو په درد وخوري.

۲ـ تفرېح او سياحت نه کول

ځينې خلک فکر کوي، چې په چکر تلل یا تفرېح کول هسې بې ځایه کار او لګښت دی؛ خو دا انګېرنه ناسمه ده.

په یوه امریکايي سروې کې له هغو کسانو چې ډېر شته لري، پوښتل شوې، هغه کوم کار دی چې دوی نه دی کړی او اوس پښېمانه دي؟

دوی ټولو ورته ويلي، چې “سياحت او تفرېح”

ډېرو کمو کسانو ويلي چې کورونه يا ځينې نور اړين توکي يې نه دي پېرلي، خو ډېرو يې ورته ويلي، چې درېغه هغه وخت يې یو څه پیسې پر چکر او تفرېح هم لګولې وای.

روغتیايي څېړنې ښيي، چکر ته تلل د انسان جسمي او ذهني روغتیا ته خورا ګټه لري.

په سفر تلل او له بېلابېلو خلکو سره ناسته پاسته اړیکې پراخوي، چې له امله يې ځينې نوي چانسونه او د ګټې نوې لارې چارې پیدا کېږي.

۳ـ پر ځان پانګونه نه کول

پر خپل ځان د پیسو داسې لګښت چې له امله يې ستاسو په صلاحیتونو او وړتیاوو کې زیاتولی راځي، خپله یو ډول پانګونه ده. د بېلګې په ډول: له خپل مسلک سره سم په نویو کورسونو کې ګډون، د نویو ژبو زده کول او داسې نور لګښت نه بلل کېږي. دا چاره ستاسو وړتیاوې زیاتوي او ستاسو په پرمختګ کې لوی لاس لرلی شي.

۴ـ  په یو ځل د شتمنېدو هيله

هغوی چې تل په یوځل د شتمنېدو هیله او خوب ویني، ښه نه کوي. هغوی چې نن سبا شتمن دي، لارښوونه کوي، چې تاسې د شتمنېدو لپاره سر له نن او له کوچنۍ ګټې پیل وکړئ.

که تاسې ټول عمر د یوې معجزې په تمه پاتې کېږی چې شتمن شی؛ نو دا فکر مو ناسم دی.

دوی باور لري، چې د شتمنېدو پر لور باید ګامونه اوچت کړای شي؛ خو دا چاره باید د خپلې ورځنۍ لږې ګټې څخه پيل شي. د مثال په ډول: که لس ډالره عايد ولرئ، دوه ډالره يې وسپموئ.