Caucasian couple arguing on sofa

که چېرته مو په میرمنو کې دا نښې، نښانې ولېدې؛ دویم واده وکړئ!

د یوې میرمنې په حیث د یوې ښځې رول څومره اهمیت لري؟ آیا یوه میرمن د یوې کورنۍ راتلوونکی جوړولی شي؟ آیا تاسې خو به له بدو میرمنو څخه نه وئ؟ که چېرته داسې وي نو کله مو د خپلو نیمګړتیاوو په باب فکر وکړئ او خپلې خامۍ په خوبیو بدلې کړئ.

که چېرته په یوه میرمن کې دا نښې، نښانې شتون ولري، نو بیا دویم واده وکړئ.

 

د خاوند له خپلو نفرت کول:

 

یوه ناپوهه او بده میرمن د خاوند له خپلوانو نفرت کوي او د یوځای اوسېدنې پرځای ورنه فاصله ساتي، د خاوند له والدینو، خور او ورور سره سمه رویه نه کوي او په عادي خبره ورسره جنګ کوي.

 

خاوند ته ارزښت نه ورکول:

 

د یوې ناپوهې او بدې میرمنې نښه دا هم وي چې هیڅکله خپل خاوند ته ارزښت نه ورکوي، خاوند یوازې د پیسو ماشین ګڼي او پرځای یې پیسو ته ډېر ارزښت ورکوي.

 

کور ته نه پاملرنه:

 

د ناپوهۍ یوه نښه خپل کور ته نه پاملرنه هم ده او هغه ښځې چې خپل کور ته پاملرنه نه کوي، پاک یې نه ساتي چې بیا په همدې ډول کورنی ژوند له زوال سره مخ کوي.

 

خپلو ماشومانو ته نه پاملرنه:

 

یوه ناپوهه او بې پروا میرمنه د کور سربېره خپلو ماشومانو ته هم پاملرنه نه کوي، نه خپل ژوند په سم پرمخ بیایي او نه هم د خپلو اولادونو او نه ورته د ژوند کولو طرز او طریقه ورښیي.

 

پر وخت پابند نه اوسېدل:

 

ناپوهه ښځه د وخت په ارزښت نه پوهېږي، خاوند یې دفتر او ماشومان یې ښوونځي ته په ځنډ سره رسېږي، د خوراک څښاک وخت یې نه وي معلوم او کورني کارونه یې ګډوډ وي، چې بیا د طبیعت د بې نظمۍ سبب هم کېږي.

 

له خاوند سره دعوې وهل:

 

د جنګ او جګړو پر وخت خاموشي اختیارول او تېروتنې معاف کول پر کورني چاپیریال ښې اغېزې کوي، خو یوه ناپوهه ښځه له داسې ځانګړتیاوو ناخبره وي او رویه یې له خاوند سره له عزت او احترام څخه خالي وي.

 

د خاوند راتګ ته ارزښت نه ورکول:

 

د یوې ناپوې میرمنې نښه دا هم وي چې د خپل خاوند راتګ ته اهمیت نه ورکوي، خاوند یې ستړی له کاره راشي خو دی ورته تشه مسکا هم نه کوي.

 

د نورو ښځو ترمخ د خاوند بدي بیانول:

 

یوه ناپوهه میرمن د خپل خاوند په ښو کم او پر بدو یې ډېر نظر لري او د نورو ښځو ترمخ یې په ډېر درد سره د خاوند د نیمګړتیاوو بیان کوي، چې بیا همدا عادت یې ډېرې کورنۍ ستونزې راولاړوي.

 

د خاوند له والدینو سره بده ژبه کارول:

 

د خاوند د مور او پلار عزت نه کول او له هغوی سره په بده ژبه خبرې کول د ناپوهې میرمنې لویه نښه ده، چې بیا ډېرې کورنۍ ستونزې رامنځته کوي.

کاپي…