کوم خواړه وخورو چې په قبضیت ناروغۍ اخته  نه شو؟

هیمورهوئید یا قبضیت د لوېې کلمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب او غټوالي وروسته د یو شمیر عواملو او فشار له امله په کې وینه راټولیږي او تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته د زیاتو مشکلاتو سره سره دزخمي کیدو او دویني بهیدو لامل ګرځي.

داچې د دغه ځورونکې ناروغۍ وقایه او علاج څه دی مکمل معلومات یې په دغه څيړنه کې درته تشریح کوو.

ﺩ ﻟﻨﺪﻥ د ﺍﻣﭙﺮﯾﻞ پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلي ، ټول هغه خوراکي توکي چې په زیاته اندازه فایبر لرونکي مواد ولري دهاضمې سیستم قوي کوي او انسان دقبضیت ناروغۍ ژغوري.

دڅیړونکو په باور هغه خواړه چې په زیاته پيمانه پروټين او غوړ و لري انسان په قبضیت ناروغۍ اخته کوي چې یو شمېر نورو وژونکو ناروغیو ته لار هواروي.

څېړونکي زیاتوي که غواړۍ چې له دغې ناروغۍ خلاص شئ،نو د یخو مشروباتو پرځای سبزي جاتو ته ترجیح ورکړۍ او دزیاتو پخو شویو خوړو او غوښې له خوړلوسربیره د مصنوعي مواد لکه چاکلیټ څخه په کلکه ډډه کول،او ذهني فشار څخه ځان وساتۍ او په زیاته اندازه اوبو څښلو او ورځني سپورت ته مخه کړئ.

یاد څيړونکي دقبضیت ناروغۍ عمده لاملونه دپښو پر سر ډير کیناستل او په مناسبه اندازه دمیوه جاتو او سبزیجاتو نه خوړل په ګوته کوي.

دا او یو شمېر نور روغتیا پالان وایې، قبضیت هغه ناروغي ده چې له پيدا کیدو سره سم دوقایې او پرهیز په وسیله ښه کیدلی شي خو که شرایطو واوړي نو ښه لاره یې  د ډاکتر په مشورې دنوعیت له معلومولو وروسته جراحي عملیات په وسیله تداوي شي.

ژباړه او زیاتونه:محمد صادق کریمزی