کوم درمل باید په کوم وخت کې وخوړل شي؟

روغتیا پوهان وایي لکه څرنګه چې د ښه درملو سم استعمال پر ناروغ غوره اغیز کولای شي او یا هم د کومې ناروغۍ په درملنه کې مرسته کولا شي، دغه ډول ددې پر مناسب وخت خوړل هم خورا ستر ارزښت لري.

ځینې درمل مونږ د غفلت له کبله په ناسم وخت کې کاروو چې په سمه توګه اغیز نه کوي، په دې سره ناروغ، ناروغ پاتې شي او پیسې مو هم خرچ شی، پوهان وایي چې درمل په خپل وخت کارول د درملو اغیز فعالیت هم غوره کوي.

کوم درمل په کوم وخت کې خوړل مناسب دي؟

د خوب درمل

ډاکټر یوه ناروغ ته هغه مهال د خوب درمل ورکوي چې ناروغ د سختې بې خوبۍ ښکار وي، دغه درمل اکثره زیات عمر لرونکو وګړو ته ورکول کیږي، خو ځینې مهال کم عمره کسانو ته هم د ښه خوب او ذهني ارامتیا لپاره ورکول کیږي، د ډاکټر له مشورې پرته د خوب ګولۍ خوړلو څخه ځان وژغورئ.

د خوب ګولۍ باید د شپې لخوا له ۹ بجو وړاندې واچول شي، تر څو داسې مهال پر بستر پریوځئ چې تر پاڅېدلو تاسې سره لږ تر لږه ۹ ساعته وخت وي، که چیرې سهار په ۶ بجې پاڅیږئ د خوب درمل د شپې ۷ یا ۸ بجې واخلئ.

که چیرې د خوب درمل اخیستلو نه وروسته مو ۵ یا ۶ ساعته خوب وکړ نو د درملو اغیز پر بدن پاتې کیږي او په راتلونکې ورځ د خوبولي او نارامه ذهن احساس کوې، خو یوه خبره په یاد ولرئ چې په عمومي ډول درمل خوړل د انسان فعالیت یو څه سوکه کوي او وګړي ته د خوب احساس ورکوي.

اسپرین

په یوه څیړنه کې ویل شوي چې اسپرین درمل د وینې نري کولو لپاره تر ټولو غوره درمل دي او د زړه ناروغیو په مخنیوي کې ښه ثابتیدلای شي، ددې درمل اخیستلو ښه وخت شپه ده، که دغه درمل د ورځې لخوا واخیستل شي د ګوزڼ او زړه حملې ګواښ زیاتوي.

د لوړ فشار درمل

د لوړ فشار یا د وینې فشار کنترول ساتلو درمل اخیستلو لپاره غوره وخت د شپې دی، که ددې پر عکس دغه درمل د ورځې استعمال شي نو بشپړ اغیز نشي کولای.

د سوزش درمل

د معدې د سوزش یا تیزابیت درمل غوره وخت د مازیګر مهال ۶ بجې دی، د انسان معده د ماښام ۷ بجې شاوخوا نور تیزابیت جوړوي چې شپږ بجې درمل خوړل د سوزش کارکردګي کموي.

د بندونو درد درمل

د بندونو د درد مخنیوي لپاره د درمل استعمال ښه وخت د ورځې دی، د ورځې په اوږدو کې په دغو درملو خوړلو سره ښه اغیز پریوځي.

کاپي…