کوکاو چاکلیټ د ټوخي درملنه کوي

که ټوخی لرۍ، نو شهد (شات) او لیمو پریږدئ؛ چاکلیټ واخلئ. چاکلیټ د ټوخي لپاره ګټور درمل دي.

د (هل پوهنتون) پروفیسور الین موریس وايي، د څیړنو په اساس ثابته ده، چې چاکلیټ ټوخی اراموي.

 

په اروپا کې یوې پراخه څیړنې دا هم موندلې ده، چې هغه درمل چې په خپل ترکیب کې کوکاو ولري، نیسبت نورو سټنډرډ درملو ته د ټوخې په کنټرول کې اغیزمن دي.

 

د ۱۶۳ ناروغانو مقایسوې څیړنه ښيي، چې چاکلیټ لرونکي درمل په دوه ورځو کې د ننه ټوخی کنټرولوي.

 

د لندن د ايمپیریال کالج څیړونکو هم موندلې چې په کوکاو کې د (تیوبرومین) او (الکالوید) ماده وجود لري، چې د ټوخي په کنټرول کې تر بل هر درملو ډیر مؤثر دی.

 

څیړونکې وايي، چې کوکاو تر معیاري او طبي درملو د ټوخي د ناروغۍ په کنټرول کې مهم رول لري.