ګازرې خامې که پخې ګټې لري!

ګازرې د خپل ارزښت له کبله، نړیواله ورځ خپله کړې او د اپرېل څلورمه اوس د روسيې، فرانسې، چاپان او ایټالیا په ګډون په نورو هېوادونو کې هم د ګازرو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د دې ورځې له نمانځلو څخه یې موخه د ګازرو د اهمیت څخه د خلکو خبرول دي. ګازرې چې هر ډول وخوړل شي، روغتیا ته ګټورې دي. د ګازرو اوبه، جوس، سابه، سوپ او نور ټول ګټه لري، خو اصلي پوښتنه دا ده چې د ګازرې کوم ډول یې ډېره فایده لري؟

(خامه (اومه) که په غوړیو یا اوبو کې پخه شوې؟) ډاکتران وايي چې په غوړیو کې پخې شوې ګازرې او یا هم په اوبو کې جوش شوې ګازرې د خامو په پرتله ۳۹ سلنه ډېره ګټه لري او د انسان پر بدن خورا ښه اغېز کوي.

ګازرې پوستکی روغ ساتي، د غذا په هضم کې مرسته کوي، وینه پاکوي، غاښونه روغ ساتي، ټپ ژر ښه کوي او پړسوب یا التهاب له منځه وړي، د وینې فشار نورمال ساتي، د سرطان ناروغۍ خطر کموي، د سترګو دید زیاتوي، حافظه قوي کوي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.