یکشنبه , 28 اپریل 2024

ګیلاس وخورئ، او خپلو مغزو او حافظې ته وده ورکړئ

ګیلاس وخورئ، او خپلو مغزو او حافظې ته وده ورکړئ. طبیعت په میوو کې ډیری ګټې نغښتې دي. تقریبا هره میوه په یو نه یو ډول دننه خاصې ځانګړتیاوې لري. وروستیو څیړنو د ګیلاسو حیرانونکې ګټې ښودلې دي.

ګیلاس وخورئ، او خپلو مغزو او حافظې ته وده ورکړئ

د امریکایي پوهنتون کارپوهانو د دې څیړنې لپاره زړو خلکو ته لارښوونه کړې چې د ګيلاس میوې جوس وڅښي، ځکه چې پدې کوچنۍ میوه کې موندل کیدونکي بیولوژیکي مرکبات د حافظې او اعصابو سره اړوندو کارونو د تقویت لامل کیږي.

 

دا هم ولولئ: ځمکني توت! دا ښکلې میوه د روغتیا لپاره هم ګټوره ده

 

ساینس پوهانو د ګيلاس میوې د ګټو د ازموینې لپاره له 65 څخه تر 73 کلونو ترمنځ 34 کسان غوره کړل، کوم چې ظاهرا صحتمند وو. په دوه ګروپونو ویشل شوی، د دې کسانو یوې ډلې ته د سهار او ماښام په اوږدو کې د 12 اونیو لپاره هره ورځ شاوخوا 2 پيالې د ګيلاس جوس ورکړل شو، پداسې حال کې چې بلې ډلې ته په یاده موده کې مصنوعي جوس ورکړل شوی دی.

 

د دې ټولې مودې په جریان کې، هیچا ته د دماغي ودې ورکونکي درمل ندي ورکړل شوي. هغوی نورمال خواړه او معمول ژوند کولو ته دوام ورکړی وو. مګر د دې کسانو له ډلې څخه یې هیڅ یو نپوهیده چې کومې ډلې ته د ګيلاس اصلي جوس ورکول کیږي او کومې ته مصنوعي؟

 

دولس اونۍ وروسته د ټولو کسانو معایناتو ترسره کیدو وروسته، د دې جوس کارولو حیرانونکې ګټې په ګوته شوې. هغوی چې د ګیلاس جوس څښلی وو د لید حافظې ازموینې کې یې 23 فیصده لږې غلطۍ کړی وې، پداسې حال کې چې په ورته ازموینه کې د مصنوعي جوس څښونکو کې یو څه لږ پرمختګ ولیدل شو.

 

د ګيلاس جوس کاروونکو ویل چې دوی اوس په خپلې حافظې ډیر باوري دي، ځکه چې دوی د دې توان لري چې د پخوا په پرتله شیان په ښه ډول یاد کړي پداسې حال کې چې تګ راتګ یې هم ښه شوی دې.

 

دا هم ولولئ: د ذهني وړتیا لوړولو لپاره دغه 5 خواړه وخورئ

 

د دې ازموینې په پایله کې د دوی په حرکت کې د 4 فیصده پرمختګ او په بصري معلوماتو پوهیدو کې یې 3 فیصده وده ښودل شوې ده، کوم چې پدې دوره کې خورا هڅونکی وبلل شول.

 

ګیلاس وخورئ، او خپلو مغزو او حافظې ته وده ورکړئ، ځکه چې د کارپوهانو په وینا په ګيلاس میوې کې پولیفینولونه، میلانین او انتوسیانین شامل دي، کوم چې د دماغو ظرفیت لوړوي. د ګیلاس جوس د زړو یا بوډاګانو لپاره غوره څښاک دی، ځکه چې دا د دوی حافظې ته د پام وړ وده ورکوي.