یخنۍ کې د زکام مخنیوي لپاره کومې نسخې باید وکارول شي؟

زکام که څه هم په هر موسم کې لګېدونکې ناروغي ده خو د سړې هوا له کبله په ژمي موسم کې ډيره پېښیږي، ډیر پوهان په دې نظر دي چې د زکام د مخنیوي لپاره تر دې دمه دقیق درمل نه دي وړاندې شوي.

له یوه اړخه که خلک د یخنۍ موسم ته ښه راغلاست وايي خو له بل اړخه ددغه ناروغۍ له پېښیدو یې په زړه کې ډار وي، ځکه چې زکام ناروغي تنګونکې او د ځینو په اصطلاح شرموونکې ناروغي بلل کیږي.

ځینې خلک د موسم په بدلېدو یا د ځای او هوا بدلېدو له کبله پر زکام اخته کیږي، دېته الرجي ویل کیږي، او ځانګړې درملنه لري، خو په عام ډول زکام ناروغي لږ تر لږه تر یوې اوونۍ اوږدیږي، د ډاکټرانو په وینا که د زکام مخنیوي لپاره له سختو درملو کار واخیستل شي نورې ناروغۍ لکه دماغي ناروغۍ، سردردي او داسې نور رامنځته کوي.

د زکام د رامنځته کېډلو اصلي لامل د بدن دفاعي وړتیا کمزورې کېدل او د بدن خوشکېدل دي، چې په اسانه بدن ته هر ډوله وایروس داخلیږي، ددې لپاره ویل کیږي چې د زکام په مخنیوي کې درمل کارول زیاتره د نورو ناروغیو لامل کیږي، نو غوره ده چې له هغو طبیعي لارو کار واخیستل شي چې هم مو د زکام مخنیوی وکړي او هم مو د یخنۍ په زړه پورې موسم په ښه او روغتیایي انداز پېل شي.

د لاسونو نظافت

د لاسونو نظافت مو د زکام څخه په ژغورلو کې مهم رول لري، ځکه چې د زکام وایروس د دویم کس نه د ټوخي، پرنجي او په بېلا بېلو څیزونو باندې لاس وهلو څخه خولې، پوزې او غوږ ته انتقالیږي، چې ورسره انسان په زکام ناروغۍ اخته کیږي، ددې لپاره هر مهال د خوراک، څښاک یا پرمخ لاس وهلو نه وړاندې لاسونه پاک کړئ.

ښه خوب

د ښه او ارامه خوب پرمهال بدن د حجرو په رغولو بوخت وي، چې له ۶ نه تر ۸ ساعتو پورې خوب ددې په رغولو کې ښه رول لري، په دې سره مو بدن ته د زکام وایروس نه داخلیږي، خو بالعکس د خوب کمښت د ذهني فشار سربېره د بدن دفاعي پياوړتیا کمزورې کوي چې له کبله یې پر انسان د زکام وایروس غالبه کیږي.

ورزش

د انسان بدن د ورزش په ترسره کېدلو د وینې جریان چټکوي او ورسره په دې کې سپینې حجرې ددغې وایروس په مخنیوي کې مرسته کوي، د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه تر یوه ساعته ورزش کول زیاته ګټه کوي، د زکام مخنیوي لپاره ورزش کول د ځان ستړیا او ګرمول مراد دي هغه که له هر ډوله ورزش څخه وي.

هوږه

مکروب وړونکې سبزي او داسې نور څیزونه د یخنۍ موسم ځانګړې باکتریاو او وایروسونو پر وړاندې مقاومت کوي، په دې کې ګډې برخې د «الیسین» انفیکشن او تاثر مخه نیسي، هوګه په خپلو بېلا بېلو خوړو کې استعمال کړئ حیرانونکې ګټې به یې وګورئ.

اوبه څښل

په یخنۍ کې اوبه څښل» زمونږ په ټولنه کې یو غلط تاثر ګڼل کیږي، ویل کیږي چې په دې سره انسان په زکام اخته کیږي، خو په حقیقت کې په بشپړه توګه اوبه څښل بدن ته مناسبه نمي ورکوي او د بدن دفاعي نظام او په کار اچول شوې حجرې په سمه توګه کاروي، اړینه ده چې د زکام مخنیوي لپاره زیاتې اوبه وڅښل شي، تر څو د بدن اوبه بشپړې شي او د فاعي نظام یې غوره شي.

سربېره پر دې شهد خوړل د زکام په مخنیوي کې ښه ثابتیږي، هر سهار په نهاره یوه کاشوغه شهد خوړل د نورو ناروغیو سربېره د زکام مخه هم نیسي، همدا ډول مالګینې اوبه هم د زکام په دوران کې غوره ثابتیږي، چې ورسره مو د ستونې څخه باکتریاوې او لعاب له منځه ځي.

د زکام پرمهال له کومو خوړو ځان وژغورل شي؟

تروشه خواړه او اچار

تروشه خواړه او اچار د مالګې او تروشې سرکې څخه جوړیږي، چې له کبله یې په ستوني کې سوزش زیاتیږي، د زکام پرمهال باید له داسې خوړو پرهیز وشي، سربېره پر دې سخت خواړه هم بدن کې خوشکي رامنځته کوي او د زکام ناروغي سختوي.

ګازي څښاک

ګازي څښاک په بدن کې د اوبو کچه کموي او د شکر کچه لوړوي، چې له کبله یې د بدن څخه انفیکشن له منځه تلل ستونزمن شي.

خوږه/شیریني

همدا ډول د زکام پرمهال سره کړي خوراکونه، تروشې میوې، مساله دار او ترخه خوراکونه، خواږه، شیریني یا مټایان او داسې نور خواړه چې په مصنوعي ډول چمتو شوي د زکام په لا زیاتولو کې مرسته کوي، باید ډډه ترې وشي.

کاپي