پنځه چارې انسان جنت ته بیایي :
١ رکوع اوسجده په ښه شان سره کول اودوخت په پابندۍ سره لمونځ کول.
٢ درمضان په میاشت کې روژه نیول.
٣ په خوشحالۍ سره زکات ورکول .
٤ که توان ولري نو حج اداء کول.
٥ امانت اداء کول .
پنځه کسان له ټولو څخه غوره دي.
١ زاهد, چې عالم هم وي.
٢ صوفي,چې فقیه هم وي.
٣ شتمن، چې متواضع هم وي.
٤ صابر او شاکر درویش.
٥ هغه شریف چې اهل سنت هم وي.
پنځه کسان جنتیان دي
١ هغه د ډیر اولاد څښتن، چې صابر هم وي.
٢ هغه میرمن، چې خپل څښتن ترې خوښ وي.
٣ هغه میرمن چې خپل مهر څښتن ته وبخښي.
٤ هغه سړی, چې مور او پلار ترې خوښ وي.
٥ هغه ځوان سړی، چې دګناهونوڅخه له زړه له کومې توبه وباسي.
له پنځه ډوله دوستانو څخه ځان ژغوره
١ بې عقله دوست ٢ بخیل دوست ٣ ډارن دوست
٤ فاسق دوست ٥ درواغجن دوست
پنځه خویونه له سپې زده کړﺉ
١ که وږی هم وي نو دخپل څښتن ور {دروازه} نه پریږدي.
٢ ټوله شپه ویښ او دخپل څښتن د ودانۍ ساتنه کوي .
٣ هر څومره چې یې ووهي د بل چا ور(دروازې) ته نه دریږي.
٤ دځان لپاره استوګنځی نه جوړوي.
٥ د دولت او شتو هیڅ فکر ورسره نه وي.
ستاسې ورور هیواد افغان للموال