یو ګیلاس اوبه مو هم وزن کموي !

په یوه تازه خپره شوې څېړنه کې ویل شوې چې تر خوراک مخکې یو ګیلاس اوبه د وزن په کمولو کې ډیره مرسته کوي . د برتانیې د برمنګهام پوهنتون څخه په خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې دوی په یو شمېر خلکو د ۱۲ اونیو لپاره مسلسل څیړنه وکړه او دې پایلي ته ورسیده چې هغه کسان چې د ډوډۍ تر مخه یې یو ګیلاس اوبه څیښلې ، تر نورو یې زیات وزن کم کړی وو . دغه څیړنه د برتانیې ورځپاڼي انډیپنډنټ نشر کړې . په څیړنه کې د برمنګهام پوهنتون څیړونکو د ۸۴ چاغو خلکو څخه وغوښتل چې هره ورځ دي مخصوص خوراک کوي او کافي ورزش دي کوی .

◀ د دوهمي ډلي څخه چې شمېر یې ۴۱ تنه وو ، وغوښتل شول چې هغوی دی د هر خوراک تر مخه یو ګیلاس اوبه څیښي . دریمه مجموعه چې شمېر یې ۴۳ تنو ته رسیدی ، د ګډونوالو څخه یې وغوښتل شول چې دوي دي د خوراک په مهال داسي فکر کوي چې دوي نور ماړه شوي دي . ۱۲ اونۍ وروسته معلومه شول چې هغه کسان چې د درې وخته خوراک تر مخه یې یو ګیلاس اوبه څیښلې ، په اوسط ډول یې ۴.۳ کیلو وزن کم کړی ، پاتي دواړو ډلو په اوسط ډول ۰.۸ کیلو وزن کم کړی وو .

ددغه پوهنتون څیړونکې هیلین باریتي ویلي چې ددغه څیړني څخه د وزن کمولو تر ټولو آسانه لاره مونږ ته معلومیږي ، او هغه د درې وخته خوراک تر مخه یو ګیلاس اوبه څیښل دي . او زیاته یې کړه چې د وزن کمولو نوري طریقې عموما چاغو خلکو ته ډیر ستونزمن وي ، او همداسي په دې مشغول وخت کې ورزش کول هم وخت غواړي . باید وویل شی چې په کال ۲۰۳۰ کې به د برتانیې د هر څلورو کسانو څخه ۳ کسه د زیات وزن څخه پریشانه وی ، او همداسي د هرو ۴ میرمنو څخه به اقلا ۲ میرمني چاغي وي .