د اوکرایني رسنیو د مالوماتو په باور، یوه ۲۴ کلن ځوان له پوځي تمرینه د خلاصون لپاره په دې هېواد کې له یوې داسې مېرمنې سره واده کړی چې څو برابره ترې مشره ده.
دا ځوان چې زدهکوونکی هم دی په اوکراین کې یوه نږدې کمپ ته وړاندیز کړی چې له یوې مېرمنې سره چې ۸۱ کاله عمر لري، واده کړی او نهشې کولای چې د یوه کال لپاره پوځي تمرین وکړي.
په اوکراین کې له ۱۸ کلنۍ تر ۲۴ کلنۍ پورې ځوانان مکلف دي چې پوځي تمرین وکړي او په ۲۶ کلنو کسانو بیا لازم نه دی چې پوځي تمرین ته لاړ شي.
له دې قانونه د خلاصون په موخه هغه له یوې ۸۱ کلنې مېرمنې سره واده وکړ او همدا پلمه یې جوړه کړه چې د خپلې مېرمنې ساتنه وکړي.