۹ هغه ازاروونکي علامې چې د اوسپنې له کمښته په بدن کې منځ ته راځي

د اوسپنې کمښت کېدای شي د وینې د کمښت ستونزه په بدن کې پیدا کړي، نو په دې سبب ددې مشکل پیژندل او له منځه وړل ډېر ضرور دي.

لومړی ـ غیر معمول خستګي:

خستګي په بدن کې د اوسپنې د کبود تر ټولو ستره نښه ده، د انسان بدن د هموګلوبین د تولید لپاره اوسپنې ته اشد ضرورت لري، هیموګلوبین د وینې په سرو کرویاتو کې د بدن هرې برخې ته د اکسیجن د رسلو دنده په غاړه لري، که چېرته په بدن کې اوسپنه کمه شي د وینې په سرو کرویاتو کې د هیموګلوبین اندازه هم کمېږی چې په پایله کې په بدن کې کسالت او سُستي پیدا کېږي.

دویم ـ د مخ د رنګ خرابېدل:

د وینې په سرو کرویاتو کې هیموګلوبین زموږ او تاسو د مخ او صورت پوست ته رنګ او تازه ګي ورکوي، مهمه نده چې پوست مو کوم رنګ دی، که چېري مو شونډې، نوکان او د سترګو د ځږمو داخلي خوا له نورمال حالته زیات بې رنګه یا سپین شو نو زیات امکان ددې دی چې بدن کې مو د اوسپنې اندازه کمه شوې وي.

درېیم ـ ساه بندي او د سینې د قفس درد:

د کار او فعالیت په مهال د ساه بندېدل یا د سینې په قفس کې د درد پیدا کېدل زیاتره وخت په بدن کې د اوسپنې د کمښت له اکله وي، ځکه چې په بدن کې د اکسیجن توضیع کمېږي، بدن کوښښ کوي د اکسیجن کموالی جبران کړي چې له امله یې د سینې درد پیدا کېږي.

څلورم ـ د سر درد او ګیچ کېدل:

په بدن کې د اوسپنې کمښت د سر دردي او سرګیچ کېدو سبب هم کېږي، اعصابو ته د کافي اکسیجن نه رسېدل د غاړې د رګومو د پړسوب او سردرد سبب کېږي.

پنځم ـ د زړه زربان:

کله چې بدن کې هیموګلوبین کم شي بدن کې د اکسیجن سطحه ټیټیږي چې زړه مجبوره کېږي خپل فعالیت زیات کړي تر څو د بدن اکسیجن پوره کړي، په دې سره د زړه زربان په غیرمنظم ډول زیاتېږي، خو په بدن کې دا مشکل ډېر وروسته منځ ته راځي په لومړیو کې ناروغ د اوسپنې د کمښت له نورو علایمو ځورېږي.

شپږم ـ د ویښتانو او پوست مشکلات:

کله چې بدن کې اکسیجن کم شي بدن کوښښ کوي اکسین نورو مهمو برخو ته ورسوي، همدارنګه کله چې وېښتان او پوست د اوسپنې له کمښت سره مخ شي پوست وچ والی پیدا کوي او د ویښتانو تویېدل زیاتېږي.

اووم ـ د ژبې او خولې تڼاکې کېدل او سوزش:

کله چې ژبه التهاب، زخم او یا یې رنګ تغیر شي په بدن کې د اوسپنې د کمښت له امله کېږي، په ژبه کې د اکسیجن او اوسپنې سره په څنګ کې میوګلوبین هم وي چې کله د میوګلوبین سطحه ټیټه شي په ژبه تڼاکې او زخمونه پیدا کېږي.

اتم ـ ماتېدونکي نوکان:

د نوکانو ژر ماتېدل په بدن کې د اوسپنې د کمښت مانا لري، دې ناروغي ته چې کویلونیا ویل کېږي په دې ناروغي کې نوکان په غیر طبیعي ډول نازک کېږي خپل تحدب حالت له لاسه ورکوي، صاف او یا مقعر شکل غوره کوي.

نهم ـ د پښو ناکراري:

په بدن کې د اوسپني کمښت د ډوپامین ناروغۍ سبب هم کېدای شي، ډوپامین په مغز کې یوه کیمیاوي ماده ده چې د مغزو او د حرکتونو د تنظیم غدو تر منځ اړیکه ساتي، چې د اوسپنې له کمښت سره دا اتصالي سیسټم هم اغیزمن کېږي.

ژباړه او ترتیب: محمد راشد ناشر