‎دوامداره قبضیت مو کړوي او که له ځنډني اسهال رنځیږۍ؟

‎ورسره د نس دردونه هم لرئ؟

‎د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو نه وروسته داسې فکر کوئ چې لا په بشپړه توګه خالي شوي نه یئ او لا هم احساس کوي چې یو څه غایطه مواد پاتې دي؟

‎د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو په عادت کې مو بدلون راغلی؟

‎په ځان کې بدني کمزوري او رواني ستونزې لکه ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر قهریدل،له قهر او غصې وروسته د مطلق پښیمانۍ

‎احساسوئ؟

‎څه ‌‌‌‌‌‌ډول یې تشخیص او درملنه وکړو؟

‎آړین پرهیز یې څه ‌‌‌‌‌‌ډول او له کومو خوړو ده؟

‎ددې ټولو پوښتنونو ځوابونو د هاضمې سیسټم په لاندې ناروغۍ کې ځوابوم هیله ده په غور یې ولولئ

IBS ای بې اس یا irritable bowel syndrome

‎لیکوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک

‎د هاضمې جهاز اوږمحاله ناروغي چې په ترڅ کې یې د انسان کولمې د خوړو د جذب ځواک له لاسه ورکوي او د لاندې نښو نښانو یې پیژندنه کولی شو

‎د نس درد

‎په نومړې ناروغۍ اخته انسانان معمولا د نس له درده سر ټکوي دغه درد ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت د خیټې په لاندۍ ساحو په تیره ښې او چپ اړخ ته احساس کیږي.

‎د ناروغ دردونه د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو په خارجولو سره آرامه کیږي او د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ له خوراک سره ‌‌‌‌‌‌ډیریږي.

‎اوږدمهاله قبضیت

‎په IBS اخته ناروغانو کې تر هرڅه وړاندې د هاضمې سیسټم هغه ساحې ‌‌‌‌‌‌ډیر متضرره کیږي چې د خوړو د جذب مسولیت لري،نو واضح خبره ده کله چې خواړه د مختلفو انزایمونو او هارمونو پواسطه هم شي نو د جذب لپاره کوچنیو او سترو کولمو ته استول کیږي که چرته کولمې سالمې نه وي نو دغه هضم شوې خواړه نه جذبیږی او په کولمو کې تجمع کوي له بلې خوا د همدغې ناروغۍ پواسطه د کولمو حرکات په ځغرده کم شوې وي نو ځکه خو نه خواړه جذبوی شي او نه یې په سمه توګه خارجوی شي بلاخره هضم شوې خواړه د کولمو پوتسطه د جذب په پلمه ساعتونه او حتی ورځې حصاریږی او د ګازاتو د تولید سبب ګرځی چې په نتیجه کې یې ناروغ کې شدید قبضیت او د خيټې بادونه پیدا کیږي.

‎اوږدمهاله اسهال

‎پدغه ناروغانو کې ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت اسهال موجود وي،ممکن ‌‌‌‌‌‌ډکې متیازو کې بلغم او وینه وي یا نه خو د اسهال موجودیت حتمي ده،یاده مو وي چې اسهال او قبضیت دواړه په یو وخت کې نه وي یا به ناروغ شدید قبض سره مخ وي او یا به له اوږدمحاله اسهال سره او یا به هم په وقفیی ‌‌‌‌‌‌ډول کله اسهال او کله قبض وي.

‎په IBS آخته ناروغان معولاً د سهار په وخت کې اسهال وي او د شپې لخوا یې ‌‌‌‌‌‌ډکې متیازې نرمې وي خو اسهال نلري.

‎د خوړو نه دفعتا وروسته ناروغ د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو لپاره تشناب ته ځي.

‎سره له دې چې ناروغ ‌‌‌‌‌‌ډکې متیازې وکړې مګر بیا هم دتسې فکر کوي چې په سمه توګه نده خالې شوی.

‎د معدې او مرۍ سوځیدل هم ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت په ناروغ کې لیدل کیږي ددې ترڅنګ وخت ناوخته ناروغ سوزاک هم لري.

 

‎د IBS ناروغي څنکه پیدا کیږي؟

‎لا تر اوسه ددغې ناروغۍ دقیق علت نده معلوم مګر طبې ‌‌‌‌‌‌ډاکټران پدې باور دي چې د نوموړې ناروغۍ تر شا د دوامداره رواني ستونزو او ځینو خوړو لاس ده.

‎څنکه یې تشخیص کاولی شو؟

‎ددغې ناروغۍ د تشخیص لپاره تر ټولو مهمه په مریض کې موجودې نښې نښانې دي لکه:

‎یا به ناروغ دوامداره قبضیت لري او یا به دوامداره اسهال سره مخ وي او یا به په وقفه یې ‌‌‌‌‌‌ډول کله اسهال او کله قبض وي مګر د نس درد شتون پکې حتمي ده.

‎ددې ترڅنک barium enema او colonoscopy هم کولی شي ددغې ناروغۍ شتون تثبیط کړي.

درملنه

‎د رواني ناروغۍ مخنیوی

‎د تازه ترکارۍ له خوراک څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کول

Anti-spasmodic agents یا هغه درمل چې د کولمو حرکات مسبتاً منظمه کوي ددې ترڅنګ ناروغ باید د steroid د کورنۍ له درملو هم ګټه واخلي

 

‎پرهیز

‎په IBS آخته ناروغان دې هغه خواړه وپیژنې چې له خوړو وروسته یې د اسهال او یا قبض او یا هم د نس له درد سره مخ کوي او ترې ژرهیز دې وکړي.

‎خو ‌‌‌‌‌‌ډیرس وخت تازه ترکاري ددغې ناروغۍ علایم په ناروغ کې شدیدیوي.

کاپي…

_