انس بن مالك رضي الله عنه وایي: ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره اوازونه کوي، وایي: ای د ادم زویه!
۱ – ته زما پر شا باندې تګ راتګ کوي، اخر راتلل به دې زما نس ته وي.
۲ – ته زما پر شا باندې ګناهونه او نافرماني کوې؛ خو زما په نس کې به عذاب در کول شي.
۳ – ته زما پر شا باندې خاندې خو زما په نس کې به وژاړې.
۴ – ته زما پر شا باندې خوشحالۍ کوې؛ خو زما په نس کې به غمجن شې.
۵ – ته زما پر شا باندې مال جمع کوې خو زما په نس کې به پښېمانه شې.
۶ – ته زما په شا کې حرام خورې؛ خو زما په نس کې به دې چینجیان وخوري.
۷ – ته زما په شا کې فخر او غرور کوې؛ خو زما په نس کې به ذلیله او خوار شې.
۸ – ته زما په شا کې په خوشحالۍ او فخر تګ کوې؛ خو زما په نس کې به غمجن پرېوزې.
۹ – ته زما پر شا باندې په رڼا کې تګ کوې؛ خو زما په نس کې به په تیاره کې پرېوزې.
۱۰ – ته زما پر شا باندې د ټولیو ټولیو سره تګ کوې؛ خو زما په نس کې به یوازې پرېوزې.
ماخذ: منبهات ابن حجر عسقلاني صـ۱۰۹_۱۱۰.
تاج اسلام