هغه ۷ شيان چې ثوابونه يې بنده ته پس له مرګه ورسېږي!

حدیث شریف

له انس  رضي الله عنه  څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

اوه شیان دي چې بنده ته يې له مرګ څخه وروسته په داسې حال کې اجر رسېږي چې دی به په قبر کې وی:

څوک چې چا ته علم وښيي، يا د اوبو نهر جوړ کړي، يا کوهی (څاه) وکني، يا د خورما ونه وکري، یا جومات جوړ کړي، یا قرآن کريم په مېراث پرېږدي، یا داسې زوی پرېږدي چې وروسته له مرګه ورته د مغفرت دعاء کوي.

 

د حديث متن:

عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ-: «سَبْعٌ يَجْرِي لِلْعَبْدِ أَجْرُهُنَّ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ وَهُوَ فِي قَبْرِهِ: مَنْ عَلَّمَ عِلْمًا، أَوْ كَرَى نَهَرًا، أَوْ حَفَرَ بِئْرًا، أَوْ غَرَسَ نَخْلًا، أَوْ بَنَى مَسْجِدًا، أَوْ وَرَّثَ مُصْحَفًا، أَوْ تَرَكَ وَلَدًا يَسْتَغْفِرُ لَهُ بَعْدَ مَوْتِهِ» [اخرجه البيهقي