د اصلي او جعلي عطرونو پیژندلو لپاره خورا اسانه طریقې

هر سړی د عطرو لګول خوښوي، ځکه چې دا شخصیت ته یوه ځلا ورکوي او په ځانګړي ډول په دوبي کې د عطرو کارول ډیریږي، خو د اصلي او جعلي عطرو ترمینځ توپیر کول اوس دومره ستونزمن نه دي. د لاندې 9 بیلابیلو طریقو له لارې تاسو د عطرو اصلتوب یا جعلي توب معلومولی شئ.

د اصلي او جعلي عطرونو پیژندلو لپاره خورا اسانه طریقې

 

د اصلي او جعلي عطرونو پیژندلو لپاره خورا اسانه طریقې دا دي:

 

د عطرو رنګ په یاد وساتئ:

د اصلي عطرو رنګ به تت وي نه خورا روښانه او نه متحرک، پداسې حال کې چې په جعلي عطرو کې به څو ډوله اجزا هم شامل وي، چې له امله یې د عطر رنګ روښانه او ژور ښکاریږي.

 

په ګرمۍ کې د بدن او د خولو بدبوی څخه د خلاصون لپاره اسانه لارښوونې

د بوتل بیخ:

د نقلي عطرو بوتل بیخ به هیڅکله هم سم او هوار نه وي، د دې بیخ به ناهموار وي او عطر به په ښکارېدو کې روښانه نه وي. پداسې حال کې چې د اصلي عطرو بوتل ډیزاین به هوار او مستقیم وي، او د هغې د نوزل اندازه به هم ډیره غټه نه وي.

 

سيريال نمبر لیدل:

اخیستونکي د عطرو اخیستلو څخه وړاندې د بوتل او قوطي د سيريال نمبر توپیر نشي کولی، مګر د هر ډول عطرونو د اخیستو دمخه دا ډاډ ترلاسه کړئ چې په قوطي کې سیریال نمبر په بوتل باندې د سیریال نمبر سره توپیر لري که نه؟ ځکه چې که د دواړو سیریال نمبرې یوشان نه وي، نو پدې پوه شئ چې دا عطر جعلي دی.

 

هغه اووه کړنې چې د ټولنې په وګړو کې مو جذاب او اغیزناکه کوي

برسیرن پلاستيکي پوښ:

د قوطي دپاسه پلاستيکي پوښ هم تاسو سره پدې مشخص کولو کې خورا مرسته کولی شي چې ایا عطر اصلي دي که جعلي؟ په قوطي دپاسه د پلاستیک پوښ چیک کړئ ځکه چې که چیرې د پلاستیک پوښ غیري مساوي یا هم له 5 ملي میتره پراخه وي، نو دغه عطر جعلي او نقلي دي.

 

بسته بندي:

په قوطي کې دننه بسته کول هم په یاد ولرئ، چې د اصلي او برانډډ عطرو قوطي کې دننه کاغذ روښانه سپین رنګه وي، نه خړ پړ یا زېړ!! پداسې حال کې چې د اصلي عطرو قوطي کې ګته (چارچاپیره کلک کاغذ) هم شتون لري ترڅو بوتل له ماتیدو څخه وساتي.

 

ولې مونږ خلک خوښوو؛ او خلک ولې مونږ خوښوې؟ دلته یې ولولئ

د بوتل پر سر لوګو:

د اصلي عطرو بوتل سر باندې باید د برانډ لوګو شتون ولري، هغه لوګو باید د سر په مرکزي برخه او شفافه اوسي او د بوتل سر باید په بوتل کې بیخي برابر وي نه ډیر ازاد او نه سخت، ځکه چې که لوگو د بوتل په سر باندې په مرکزي برخه نه اوسي، نو د عطرو کیفیت تر پوښتنې لاندې راولي.

 

د اخیستو وړاندې چیک کول:

خلک عموماً دا مهمه نه ګڼي چې د عطرو اخیستو دمخه په اطمینان سره د هغه شرکت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي، چې له دې سره خو به هغه اول د عطرو حقیقي نرخ معلوم کړي او بله دا چې له دې سره به د عطرو رنګ او د شرکت کڅوړې وغيره په اړه هم وپوهیږي، پداسې حال کې چې د عطرو اجزاو سره به هم اشنا شئ. نو د هر ډول خوشبو پیرلو دمخه، د هغې ویب پاڼې ته حتمي مراجعه وکړئ.

 

په ژوند کې دا 10 بدلونونه راولئ او د تل لپاره ځوان پاتې شئ!

د عطرو آنلاین اخیستل:

د هر محصول انلاین پیرل، تاسو سره د درغلیو او فریب چانسونه زیاتوي ځکه چې پدې توګه تاسو نه عطر لیدلئ شئ او نه د هغې بوی معاینه کولی شئ. نو د دې له امله هیڅ وخت آنلاین عطر مه اخلئ، بلکې د عطرو اخیستو لپاره پخپله لاړ شئ او ښه په غور سره د چیک کولو وروسته یې واخلئ.

 

د نرخ توپیرونه:

اصلي عطر هیڅکله هم په خپل ټاکلي قیمت کې تخفیف نه ورکوي، بلکې یوازې هغه شرکتونه چې جعلي عطرونه پلوري، د نرخ کمولو او د غلط او جعلي شیانو پلورلو هدف سره خپلو پیرودونکو ته دا کار کوي.

پښتو هب…