8 کلن ماشوم له انټرنټ څخه په کال کې 22 ملیونه ډالر ګټي!

د عاید طریقه یې دومره ساده ده چې هر افغان به وکولی شي دغه طریقه خپله کړي.

پدې نړۍ کې 2 ډوله انسانان شتون لري. یو یې هغه څوک دي چې کاروبار کوي او بل هغه څوک چې کار کوي. د دوی له جملې څخه یې یو نوي ډول خلک دي کوم چې د خپل خلاقیت څخه ګټه اخلي. او له دې کار څخه ډیر خلک پدې ورځو کې ډیری پیسې ګټي.

هغه ماشوم چې موږ یې نن تاسې لوستونکو ته معرفي کوو، هغه هم د نورو ماشومانو په څیر یو عادي ماشوم دی، مګر هغه د خپل ژوند ښکلې شېبې د کیمرې په سترګو کې ثبت کولو ته کار ویلی دی او نن هغه په زرهاوو کې نه، په لکونو کې هم نه، بلکې په میلیونونو ډالرو کې لوبیږي.

ریان د نورو ماشومانو په څیر د لوبو سامانونو سره لوبېدل، بایسکل چلول او د اوبو په سلایډ خوییدل یې خوښ دي او خوند ترې اخلي، کوم چې د ریان مور یې کیمره کې ثبتوي او په یوټیوب کې یې اپلوډ کوي.

د ریان غوره دنده د لوبو په اړه تبصره کول دي. د هغه تبصرې د نړۍ په کچه ماشومانو کې مشهورې دي. د هغه د شهرت حقیقت د دې څخه اټکل کیدی شي چې د ریان د یوټیوب چینل سبسکرایبرز له 5.8 ملیونه څخه ډیر دي. پداسې حال کې چې د هغه ویډیوګانې له 9 ملیارده څخه ډیر ځله لیدل شوی دي.

د ریان کورنۍ په 2015 کې هغه ته چینل جوړ کړ. په پیل کې ډیرو خلکو د ریان ویډیوګانې نه لیدلې، خو د 4 میاشتو وروسته د هغه سبسکرایبرو شمیر او لیدونکي په چټکۍ سره ډیریدل پیل شول. د ریان دغه چینل دومره مشهور شو چې د ریان مور، چې تراوسه یې خپل نوم نه دی څرګند کړی، په یو ښوونځي کې د کیمیا ښوونکي دنده پرېښوده، او ټول وخت یې د یوټیوب ویډیوګانو جوړولو ته ورکړ، چې له امله یې ریان ملیونونه ډالر ګټه وکړه.

 

د ریان ویډیوګانې په متحده ایالاتو او نړۍ کې دومره مشهورې شوې، چې له تیرو 18 اونیو راهیسې د ریان ټایز ریویو Ryan ToysReview چینل په متحده ایالاتو کې ترټولو مشهور او په نړۍ کې دوهم خورا مشهور چینل شو. د ریان چینل شهرت اندازه له دې څخه هم اټکل کیدی شي، چې هغه د میاشتې له یو ملیون ډالرو څخه ډیر عاید ترلاسه کوي.