سه شنبه , 30 اپریل 2024

پنځه کارونه ۳۰ کلنۍ ته له رسیدو مخکې وکړۍ

پوهیږۍ شل کلني د خوند عمر دی. په دې عمر کې انسان له ډیرو مسولیتونو بې غمه، ذهن یې تازه او له مستۍ ډک وي.

که څه هم په افغانستان کې جګړې، ناسمو حکومتي کړنو، د نورو نسلونو په مقایسه زموږ هغه نسل تر بل هر چا ډیر زپلی چې د ژوند په شلیزه کې دي. خو بیا هم ځینې کارونه شته چې که د شتو چاپیریالي ستونزو سربیره یې ترسره کړۍ. دیرش کلني به مو ښه وي .

 

د پیسو سپمایا ساتل زده کړې

 

که دوه روپۍ لرئ، په دې فکر وکړئ چې یوه څنګه سختې ورځې ته ساتلی شئ. دا اسانه کار نه دی په ځانګړې توګه تنګلاسۍ کې خو که ډیرې کمې پیسې هم سپما کړۍ شئ یو مهال به ماته دعا کوئ چې دا چل مې درښوولی و.

 

د خپل صحت او تنې خیال وساتۍ

 

صحي خواړه وخورئ، ورزش وکړئ څو مو وزن زیات او یا ډیر کم نه شي. ځکه روغتیايي پوهان وايي، شل کلنۍ کې وزن ستاسو راتلونکې وزن ټاکي.وروسته د وجود میتابولیزم ورو کیږي او تنه ( باډي ) ډير غوره بدلونونه نه شئ راوړلی.

همدارنګه شل کلني هغه موده ده چې سړی په کې په سیګرټو، نسوارو او تر دې هم خطرناک چرسو او الکولو زر روږدی کیدای شي، نو په دې عمر کې هڅه وکړئ پر دې ځورونکیو شیان روږدې نه شئ او که شروع کړي مو همدا نن یې پریږدۍ کنه له دیرش کلنۍ اخوا یې پرېښودل اسانه نه دي.

همدا عمر دی چې باید په کې د خپلو ويښتو او غاښونو ځانګړې پاملرنه هم وکړۍ. که شل کلنۍ کې مو د غاښونو او ویښتو دواړو سمه پاملرنه ونه کړه، نو تر دیرش کلنۍ اخوا دا دواړه ناځواني کوي او تویږي. که ريښتیا ووایم بې ويښتو کوپړۍ او بې غاښونو خوله دیرش کلنۍ کې هیڅ ښه نه ښکاري.

 

د ژوند ښه ملګری/ملګرې  ومومئ

 

ضرور نه ده چې یو داسې ملګرې/ ملګری وومومۍ چې خوله یا سترګو یې ستاسو په زړه منګولې لګولي او پرې لیونی میین یې. دا خبره احساساتو پورې تړلې، او احساسات همیشنی شی نه دی، لکه موسم بدلیدای شي. مینه مو باید د شریکو معیارونو پر بنسټ وي، نه د مستۍ او ظاهرې بڼو پر بنسټ.

ښه دا ده چې که د ژوند ملګری پیدا کوئ او که همداسې د لارې ملګری، پر معیارونو یې وسنجوئ او پر دې غور وکړئ چې د ژوند او راتلونکې لپاره ستاسو او ستاسو د ملګري/ ملګرې لرلید او معیارونه څومره سره نژدې دي. احساسات سړیږي او یا له منځه ځي، خو که مو د ملګري سره معیارونه او لرلید نژدې او یا شریک وي، تل به سره نژدې او میین وئ.

 

بهر سفر وکړئ

 

دې کې شک نه شته چې د هغو ځوانانو لپاره چې افغانستان کې دي، بهر سفر اسانه کار نه دی، خو که لوړ خیالونه وپالۍ ناممکن هم نه دی.

کولی شئ د زده کړو په بورسونو او نورو قانوني لارو که د نړۍ ډیرو لرې هیوادونو ته نه وي، هندوستان، ترکیې ، روسیې او نژدې هیوادونو نه ولاړ شئ. په قاچاقي لارو تلل مو راتلونکی ګواښي دا عمر ددې دی چې بهر ته د سفر لپاره قانوني لارو فکر وکړئ. او دا ناممکنه نه ده.

همدا اوس زرګونه افغان هلکان او نجونې په قانوني لارو بهر تللي د نړۍ په پرمختللو پوهنتونونو کې زده کړې او یا هم کارونه کوي.

نورو هیوادونو ته سفر ستاسو نړۍ لید پراخوي، ذهن مو پرانیزي او د ژوند داسې اړخونه درښيي چې ژوند او نظر دواړه مو بدلولی شئ.

البته دا کار ځکه شل کلنۍ کې وکړۍ چې ښايي دیرش کلنۍ کې مو واده کړی وي او بیا مو مسولیتونه داسې مفتو چکرو ته نه پریږدي.

 

خپل مسلکي راتلونکې وټاکۍ

 

څه غواړئ چې درنه جوړ شي، دهقان، ډاکتر، معلم، ادیب، ژورنالیست او که اینجنیر؟

شل کلني ددې چارې د بشپړیدو وخت دی.

هره رشته چې مو خوښه وي هم ستاسو او هم د ټولنې د خدمت لپاره غوره ده، البته شرط یې دا دی چې په کې مخکښ واوسئ.

که شل کلنۍ کې مسلکي زده کړې ونه کړۍ، داسې وګڼۍ چې دیرش کلنۍ کې یې نه شئ کولی او یا به درته ډیرې سختې تمامې شي.