د طبي چارو څېړونکي وايي چې د ماسپښین له خوا یو ساعت خوب ډېر ګټور دی.
د امریکا د روغتیا او عمر د بنسټ متخصصان وايي چې که څوک ځان د ماسپښین له لوري په یو ساعت خوب عادت کړي، نو حافظه به یې ژر له کاره نه لوېږي او مازغه به یې اوږد عمر وکړي.
طبي څېړونکو دا نتیحه پر ۳ زره تنو، چې له غرمې وروسته یې خوب کاوه، له تجربې وروسته ترلاسه کړې ده.
دوی وايي چې د ماسپښین له خوا خوب د الزایمر او نورو ناروغیو له مخنیوي سره مرسته کوي.
یعني د غرمې له ډوډۍ وروسته لږ ارام وکړئ او د شپې له ډوډۍ وروسته لږ (سو مایل) وګرځئ.