سه شنبه , 30 اپریل 2024

له چا سره چکر ته لاړ شو؟

ژباړن: اقبال عزیز

له ډېرو کسانو سره لا څو ورځې مخکې دا اندېښنه وي چې په اخترونو او نوي کال کې چېرته چکر ته لاړ شي؟ برعکس د دې ډلې له ځینو غړو سره تر 90مې دقیقو پورې دا وېره وي چې د اخترونو او نوي کال په رخصتیو کې به په سفر لاړ شي که نه؟ خو دا چې اکثره کورنۍ د نوي کال په رخصتۍ کې سفر کوي او ډیری کسان دا ښه ګڼي چې یوازې په سفر لاړ نشي؛ خو له چا سره ښه ده چې په سفر لاړ شو؟

سفر یوازې د سفر له ښه ملګري سره:

تاسو به هم خامخا اورېدلي وي چې پلانکی د سفر ښه ملګری دی. ستاسو په نظر د سفر ښه ملګری څه ځانګړتیاوې لري؟ ستاسو رول د سفر له ښه ملګري سره څه دی؟ او یا په بل عبارت تاسو د سفر ښو ملګرو ته کوم معیارونه لرئ؟

دا ډول مو سفر نه هېرېدونکی کړئ:

نجیب الله ژمن

د سفر ښه ملګری پیدا کول دومره سخت کار هم ندی، دا بسنه کوي چې ټولې عمومي اړیکې مو ورسره ښې وي. دوهم دا چې د څو وړو کارونو زحمت مو په غاړه واخلئ.

د هغو له ډلې څخه:

د جیبونو وضعیت مو وسنجوئ:

مالي برخه د سفر له مهمو برخو څخه ده، ځکه که تاسو له ځان څخه له یو شتمن کس سره په سفر لاړ شئ، ښایي ځان او کورنۍ ته له دې امله شرمینده شئ چې د هغه مهرباني نشئ جبرانولی. که څه هم هغه به د خلاص زړه او لاس خاوند وي. خو بلاخره مو زغم ختمېږي.

 

برعکس دا وضعیت هم سم دی یعنې که له داسې کس سره سفر وکړئ چې بې پیسو وي. نو معلومه خبره ده چې دې ته به مجبور شئ چې د هغه یوه برخه لګښت هم په خپله غاړه واخلئ؛ خو دا هم د تاسو په توان کې نه وي. نو مهمه ده چې داسې څوک مو د سفر لپاره وټاکئ چې د جېب وضعیت یې ستاسو په اندازه وي.

د سلوک ځانګرتیاوو ته یې پام وکړئ:

د سفر د ښه ملګري یو بل شرط دا دی چې د هغه رواني ځانګړتیاوې یا عادتونه له تاسو سره ژور توپیر ونلري. مثلاً فرض کړئ، که تاسو یوازیتوب خوښوونکی کس یاست نو که تاسو له یوه ټولنیز کس سره ملګري شئ. په ډېر احتمال به په نیمه لار کې سره بیل شئ.

همدارنګه دې باید پام وکړئ څوک چې د سفر لپاره انتخابوئ، څومره د ټولو د خوښي په روحیه دی. مثلاً که د لارې په منځ کې دا پرېکړه وکړئ چې ډوډۍ مو په خپله تیاروئ، ایا دوی له تاسو سره ونډه اخلي او که نه؟

جوړجاړی او تغیر منل هم د سلوک له ځانګړتیاوو څخه دي چې د سفر له ښه ملګري سره هغه هم باید په نظر کې ونیسو. له نورو فردي توپیرونو څخه ورهاخو د سلوک دوې نوري منفي ځانکړنې، غرور او بخیلي هم کولی شي چې د سفر خورا خوږې شېبې مو در ترخې کړي، نو دغو دوو ټکو ته هم ځانکړې پاملرنه وکړئ.

هر څومره مسلکي هغومره ښه:

که له ځانه د سفر مسلکي ملګری وټاکئ؛ نو دا به دوه ښه والي ولري: لومړی هغه کولی شي د سفر د وخت ښه لارښوونه درته وکړي مثلا که ټاکل شوې وي چې په یوه ښار کې یوه شپه وکړئ نو د هغه تجربه به دا مرسته درسره وکړي چې په دې لږ وخت کې له ډېرو تاریخي، فرهنګي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړئ.

دوهم دا چې د سفر د تجربه کار ملګري لرل به له تاسو سره د پیسو په سپما کې مرسته وکړي. مثلاً که تاسو ډالۍ اخلئ نو تاسو ته به هغه بازار در وښيي چې مناسب نرخ ولري او د اوسېدو لپاره به مناسب ځای در وښيي.