سه شنبه , 30 اپریل 2024

د معدې مکروب څه شی دی؟

په دې وروستیو کلونو کې یو ډول مکروب پيژندل شوی دی چې د ایچ پایلوري په نوم یادیږي او په معده او وړوکولمو کې د زخم د منځته راتللو سبب کیږي. دا بکتریا د معدې د التهاب، د وړو کولمو د پورتنۍ برخې (ډیوډینم) د زخم او په ځینو پيښو کې د معدې د سرطان سبب کیږي. نوموړی مکروب په لویانو او زړو خلکو کې ډير معمول دی. څیړنو ښودلې ده چې په دې مکروب اخته ډیری کسان اعراض او شکایتونه نه لري.

د معدې مکروب څنګه خپریږي

ددې مکروب د خپراوي دقیقه لاره په سمه توګه څرګنده نه ده. خو داسې فکر کیږي چې دا مکروب له یو کس نه بل ته د خولې د لاړو په واسطه یا هم په غایطه موادو ککړو شیانو او خوړو په واسطه خپریږي. له دې امله په هغو سیمو کې چې پاکوالی په پام کې نه نیول کیږي دا مکروب ډیر لیدل کیږي.

دا مکروب څنګه خلک اخته کوي

نوموړی مکروب د معدې محافظوی پوښ تخریبوي او په نتیجه کې يي د معدې حجرې د تیزابو او انزایمونو په واسطه زیانمن کیږي. کله چې دا حالت په دوامدار ټول پاتې شي د معدې د ځنډني التهاب سبب کیږي او په پای کې د معدې په زخم بدلیږي. څیړنې ښيي چې د ایچ پایلوري مکروب د معدې د سرطان خطر زیاتوي. ایچ پایلوري همداراز د ګیډې د پورتنۍ برخې د درد او ناارامۍ سبب هم کیږي.

د معدې د مکروب تشخیص

ددې مکروب د تشخیص لپاره بیلابیلې معاینې ترسره کیږي لکه د وينې معاینه، په تنفس کې د یوریا ټسټ، د مکروب کرنه، او په غایطه موادو کې د مکروب د انتي جن ټسټ.

د معدې د مکروب درملنه

په لاندې ناروغانوکې درملنه توصیه کیږي:

  • د معدې او د وړو کولمو د پورتنې برخې زخمونه چې نوموړی مکروب پکې وي
  • د معدې یا وړو کولمو هغه زخم چې وینه تری ځي یا سوری شوی وي

په لاندې کسانو کې باید د مناسبو معاینو او څیړنو وروسته درملنه پیل شي:

  • په هغو خلکو کې د معدې درد او ناارامي چې د درد ضد درمل يي د اوږدې مودې لپاره استعمال کړي وي.
  • د معدې درد او ناارامي چې زخم ورسره نه وي مل

درملنه يي د دوه مکروب ضد درملو او یو داسې درمل په واسطه ترسره کیږي چې د معدې تیزاب راکم کړي. درملنه یی باید د اووه ورځو لپاره ترسره شي او په ۹۰٪ پيښو کې درملنه مثبت ځواب وايي که چیرې ناروغ په سمه توګه تعقیب شي. ددې لپاره چې مکروب په سمه توګه له منځه ولاړ شي باید درمل په بشپړ ډول وخوړل شي. د ځان او چاپیریال پاکوالي ته باید ځانګړی پام وشي او تر خوړو مخکې او تشناب ته تر تللو ورسته باید لاسونه په صابون ومینځل شي.