انار د طبیعت تر ټولو ګټوره میوه ګڼل کیږي. د A، C، E، او K ویټامین سربیره د فولیک اسیدونه هم لري.
انار ګڼې ګټې لري، چې د ټولو یادول يې ګران دي. موږ دلته یواځې د انارو څو مهمې ګټې لیکو:
۱ـ د انارو خوړل د ژر او بې وخته زړښت مخه نیسي. یغنې انار د انسان پوټکی تازه ساتي.
۲ـ وینه نرۍ کوي او د وینې جریان هم چټکوي.
۳ـ جنسي قوت لپاره هم ګټه لري.
۴ـ د زړه او سرطان ناروغیو درملنه کوي.
۵ـ د زیاتو ويټامینونو په درلودلو سره د عمومي روغتیا لپاره هم ګټور دي.
۶ـ حافظه قوي کوي.
۷ـ هاضمي سیستم عښتلی کوي.
۸ـ د وجود معافیتي سیستم ځواکمنوي.
۹ـ سټریس او پریشاني کموي.
۱۰ـ د خولۍ او غاښونو روغتیا ته هم ګټور دي.