ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- د ورځنيو يادښتونو لپاره يوه کتابچه ځان سره ولرئ ترڅو ورځني کارونه مو پکې وليکئ.
۲- په کوم لاس باندې چې د غاښونو د بورسولو عادت لرئ، له نن شپې څخه دا کار به بل لاس وکړئ.
۳- خپلو مهارتونو ته مثلا د عددونو شمېر، له کيڼ اړخ څخه ښي لوري ته تغیر ورکړئ.
۴- تل خپلې موخې او پروګرامونه په خپل ذهن کې ځان سره تکرار کړئ.
۵- هڅه وکړئ هره ورځ د لارې يوه برخه پلي لاړ شئ.
۶- خپل کاري مېز ته مو نظر واچوئ او د ټولو شيانو ځايونه بدل کړئ.
۷- اونۍ کې درې ورځې بزګرۍ ته مخه وکړئ.
۸- هڅه وکړئ د ورځې ۶۰ ځلې ژور نفس وکاږئ.
۹- که مو په خپل کاري مېز ساعت او يا هم انځور وي، برعکس يې کړئ.
۱۰- هڅه وکړئ چې خوړو ته د کتلو پرځای، بوی او مزه يې حس کړئ.
۱۱- د ځان لپاره مو نوې ساتېري ( سرګرمي ) برابره کړئ.
۱۲- هره ورځ ۴۵ دقيقې د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړئ.