ډيری وخت د لپټاپ استعمالوونکي له دې سر ټکوي چې لپټاپ يې ډېر چارج نه ساتي او د يو ساعت او يا له دې هم ژر چارج ختموي.
مايکروسافټ کمپنۍ ويلي، روانه اوونۍ به يو نوی د زيات چارج ساتلو والا لپټاپ بازار ته وړاندې کړي.
د کمپنۍ په وينا، دا لپټاپ داسې جوړ شوی چې له ۲۴ ساعتونو يانې د يوې ورځې په استعمالولو سره هم خپل چارج ساتي.
په دې لپټاپ کې، د وينډوز لس داسې ځانګړنې شته چې شيشه او کارونه يې د چټ په مرسته اداره کېږي.
د دې لبټاپ وزن څه باندې دوه نيم کيلو ګرامه او پلنوالی يې ديارلس نيم انچه دی.
د مايکروسافټ کمنۍ وايي، چې د دې نوي ماډل لبټاپ بيه د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ زرو ډالرو تر منځ ده.
دغې کمپنۍ له دې مخکې د لبټاپ چارج ختمولو باره کې يوه تجربه ترسره کړې وه او د تجربې پايله کې ښودلې وه، چې ګوګل کروم تر ټولو ډېر ژر بټرۍ ختموي او د مايکروسافټ بروزر يې تر ټولو ډېره ساتي.