له انترنیت پرته د پیغامونو لېږلو اپلیکیشن

تر دې وروسته د پیغامونو لېږلو لپاره انترنیت ته اړتیا نه لرئ، د ټيکنالوژۍ پوهانو مو د مفته پيغامونو غم خوړلی دی.

د فایر چیټ FireChat په نوم یو اپلیکیشن له لارې کولای شئ چې د انترنیت بکسو او وایفای پرته پیغامونه ولېږئ او هم يې ترلاسه کړئ.

کمپنۍ وايي چې په پیغام لېږلو کې به څو دقېقې لګیږي خو د دغې چیټ پر مټ تاسو کولای شي چې له بهرني هېواد څخه د رومنګ یا وایفای پرته خپل پیغامونه ولېږئ.

تر دې دمه دغه اپلیکیشن ۵۰لکو کسانو ښکته کړی دی او په ځانګړي ډول په عراق کې چېرې چې په انترنیت استعمالولو بندیز لګیدلی خورا مقبولیت پیدا کړی دی.

اوس که ستاسو هم زړه وي چې دغه اپلیکیشن خپلو مبایلونو ته ښکته کړئ نو مفته یې خپل انډرایډ او آیفونو ته ښکته کړئ.