سه شنبه , 30 اپریل 2024

د دروغو معلومولو دستګاه (پولي ګراف)

پولي ګراف چي په عام ډول  ورته د دروغو دمعلومولو ماشين  هم  ویل کېږي،د انسان د بدن  د مختلفو غبرګونونو څارنه کوي او هغه  نوټ کوي، ډیر خلک داسي انګېري چي ماشین ته له تړلو وروسته که یي دروغ وویل نو ماشين  به ددروغ  اودروغجن ناري ووهي. خو خبره داسي نه ده بلکي ماشين د دروغ ویلو په وخت کي د بدن مختلف بدلونونه  څاري او هغه له ځان سره ساتي، بیا ماهرين  هغه تغیرات څېړي ،نتیجه ترې اخلي  او بیا د دروغواو رښتیا پرېکړه کوي

دانسان او ماشین مقابله

پولي ګراف (ددروغ معلومولو ماشین) په  حقیقت کي  د طبي الاتو یوه مجموعه وي، چي په    بدن  کي معمولي تبدیلي هم څاري .

مثلاً  له  کوم سړي څخه په ناڅاپي ډول پوښتنه کېږي  او معائنه کونکي  په سکرین یا د کمپیوټر  په پرده د سړي دزړه درزا،دويني فشار،دساه اخیستلو بهیر او د سړي د ګوتو نه  راتلونکې خوله یاداښت کوي . په همدې وخت کي دسړي جسماني حرکت  سره هغه پرتله کوي.

په ساه اخیستلو کي تېزوالی او اراموالی

د هوا دوه  پیپونه دسیني  په لوړ ه برخه او دګېډي په سر تړل کېږي، چي نیموګراف بلل کېږي  او دساه اخستلو په مهال په تغیراتو  پیپونه خپل ځای بدلوي  او هلته برقي امواج د زړه دګراف په څېر کښته او پورته کېږي.

د ویني فشار او د زړه ضربان

د ویني د فشار د معلومولو لپاره  د فشار اله یا ستاتسکوپ  په  مټ تړل کېږي  او بل سر يي دپولي ګراف سر ه تړل  کېږي .کله چي  دویني فشار لوړېږي، په فولي ګراف  کي د فشار  دلوړېدو سره دهوا کڅوړه ډکېږي او پولي  ګراف غږ کوي. دغږ په وخت بندي فکر کوي چي په دروغو یې ونیولم خو اصل کي خبره داسي نه ده، هغه دفشار  دلوړېدو له امله غږ کوي او اندازه یي دبرقي څپو په ډول  دپولي ګراف په سکرین یا صفحه ښکارېږي .

د پوستکي برقي  مقاومت

د پوستکي مقاومت  ته ګیلواني پوستي مقاومت (Galvanic skin resistance) ویل کېږي  او اصلي کار  یې دادی چي په ګوتو باندي راتلونکې  خوله اندازه کوي. څرنګه چي دبدن دټولو برخو په نسبت ګوتي زیاتي خوله کېږي  او دخولې داندازې تر ټولو مناسبه برخه بلل کیږي. د فشار په مهال، خوله زیاته وزي.

دبندي په دواړو ګوتو پوري فنګر پلیټ  تړل کېږي کوم ته چي ګیلوانو میټر ویل کېږي .

کله چي  په ګوتو باندي خوله راځي  نو پلیټ لندېږي  او برق دلیږد ښه وسیله بلل کیږي او کله چي لوندوالی ونه لري نو  دبرق جریان نه ورڅخه تېرېږي . پر دې برسیره  دلاسو او پښو معمولي حرکات هم  یاداښت کوي .

پولي ګراف څارونکي

په کومه کوټه کي چي د پولیګراف معائنات اخیستل کیږي، په هغه کوټه کي معمولا ًدوه نفره موجود وي ، یو څارونکی او دوهم بندي. دڅېړونکو  په اند په کوټه کي باید یوازي یو کس  موجود وي او دخلکو موجودیت په څېړنو ډېر تاثیر لري .

د څارونکي  په ذمه ډیر کارونه  وي :

–     لومړی څارونکی په پولیګراف پوري تړي ټول وسایل په ښه دقت سره ګوري او بندي د معایناتو لپاره تیاروي.

-د پوښتنو له جوړولو وروسته هغه له بندي پوښتي.

-د بندي شخصي او کورني احوال ځان ته معلوموي.

-اخر کي اخستل شوي معاینات او ځوابونه په تنقیدي نظر ګور ي.

د پوښتنو ترتیب  دپولي ګراف په ماشين باندي ډېر تاثیر لري او ددې لپار ه دا ضروري ده چي څارونکي  ټول  په نظر کي وساتي ،دبیلګي په ډول مذهبي  ،اجتماعي  او نور .

د تحقیق په دوران کي بندي  دخاص عکس العمل په وسیله ټوله پایله  ناسمه ثابتولای شي او له دې نه د ځان ساتلو لپاره  باید د پوښتنو جوړولو په وخت کي ډېر دقت وشي ،ځکه په مختلفو خلکو مختلف  اثرات لري .

د تحقیق کوټه

تحقیق په یوبنده خونه کي ترسره کیږي او دخوني ترتیب په دې ډول سره کېږي چي دتر ټولو مضبوط  اعصابو خاوند هم تر تاثیر لاندي راځي او وېریږي.ځکه چي یو د کوټي حالت او بل په بندي پوري تړل شوي وسایل په بندي ډېر اثر لري ،که چېرته له بندي سره کوم داسي شي  نه وي چي پټ یې کړي، بیا هم ویریږي. همداراز  دا وېره هم ورسره وي چي ماشين دده په خلاف فیصله  کولای شي .

د پولي ګراف معائنات څو مرحلې لري چي ځیني یي په لاندي ډول دي :

1-                         له معائناتو وړاندي مرحله

په دي مرحله کي  د تحقیق په کوټه کي یوازي دوه کسان وي ،یو بندي چي امتحان یې اخیستل کیږي ،دوهم  څارونکی. په دې ډول دوی یو بل ښه سره مطالعه کولای شي،دا امتحان نژدې یو ساعت وخت په بر کي نیسي ،د تحقیق په جریان کي محقیق د بندي د خولي خبري اوري او هغه بیاپه ډیر غور څېړي  او مهمي نقطي یې په ګوته کوي .

همدارنګه څارونکی دا معلوموي چي بندي په کومو پوښتنو څه ډول  غبرګون ښيې او هم د بندي عمومي حال څیړل کیږي .

2-                         د تحقیق دوران

د اصلي تحقیق په وخت کي عموماً لس پوښتني کېږي  او په همدې لسو پوښتنو کي درې یا څلور  پوښتني د موضوع مطابق وي  او پاته نوري پوښتني د تحقیق د نورمال ساتلو لپاره وي. ترڅو بندي له کوم هیجاني حالت سره مخ نشي ، پوښتنو کي یوه داسي پوښتنه هم کیږي چي  ایا تا په خپل ژوند کي  کله غلا کړې ؟ یا داسي یوه پوښتنه کېږي چي  هیڅ ایماندار سړی نه، نشي ورته ویلای ،اوپه همدې نه کي ددروغ ویلو عمومي حالت  څېړي .

3-                         له معائناتو وروسته مرحله

په دې مرحله کي  دبندي  روحي حالت څېړي او  دا پریکړه کوي چي بندي رښتیا ویلي او که دروغ.  خصوصاً هغه پوښتني څېړي کومي چي تکرار پوښتل شوی وي  او دهغه د یو ډول حالت په صورت کي د دروغ امکان ډېریږي .

دپولي ګراف د خطا ایستلو طریقې

که څوک د پولي ګراف ماشين له خصوصیاتو خبر وي،نو کولای شي ډېر په اساني هغه خطا باسي. خلک  د تحقیق په وخت کي خپل اعصاب اوجسماني حرکات کنټرولوي تر څو پولي ګراف ماشين خطا کړي .

یا خلک په بوټ کي کلک شی ایږدي او په هغه شي د تحقیق په دوران کي ډېر فشار راولي او دبندحالت ،د زړه ضربان اوساه ښکلو حالت په هر حال کي یو ډول څرګنده وي.

همداراز  بندي باید په دي کلکه عقیده ولري چي دا هسي یو بیداري ده،هر خبره چي کوي په پوره اطمینان یي وکړي ،خپل روحیات له لاسه ورنکړي او دتحقیقاتو په وخت کوشش وکړي چي ځاي په یوه کي وښېي .

بله مهمه خبره دا ده چي کله دوي د تحقیق په وخت داسي خبره وکړي چي هر مسلمان پري ځوریږي ،جدباتي شي او په عصابو کنترول له لاسه ورکړي د مثال په ډول دیني مقدساتو ته ښکنځل وکړي  ،هرمسلمان په داسي کړو وړو ځوریږي او په قهر شي ،دقهر په حالت کي په عصابو کنټرول ختم شي او د دوي هدف هم همدا وي، له دي ورسوته یو مهمه پوښتنه وکړي کوم چي د دوي اصلي د مقصد پوښتنه وي  او هغه مخکي هم شوي و ي،نو څنګه چي بندي په اعصابو کنټرول له لاسه ورکړي وي  نو د پوښتني ځواب هغه ډول نشي ورکولاي لکه مخکي چي ورکړي وي او یا داسي ځواب ورکړي چي له ځوابه نوري پوښتني راولړیداي شي ،په لنډ ډول باید ووايو چي  د دوي د دي حربي د ناکامولو لپاره باید بندي بیدار وي او په دي باور ولري  چي دا دښمن یو چال دي ،او چاره یی دا ده چي یا خوځان کنټرو ل کړي او جذباتي نشي ، یا هم له تحقیق نه انکار وکړي چي نور زه خبري نه کوم او کله چي عصاب نورمال شول بیا د پوښتنو په ځوابو پیل وکړي .