سه شنبه , 30 اپریل 2024

غوزان ترټولو خوندوره او ګټوره میوه ده

غوزان یا چهارمغز د وچو میوو له ډلی یوه خوندوره او ګټوره میوه ده .چی د بدن د روغتیا تر ځنګ دیری اقتصادی ګټی هم لری غوزان د نیمه استوایی سیمود سخت زړیو میوو په ډله کی د ځانګړی او لوړ اقتصادی ارزښت لرونکی میوو څخه شمیرل کیږی.

د غوزانو د اصلی ټابوبی په هکله علما مختلف نظر لری چی دلته هغه نظرونه چی دیر علما یی تایدوی یادونه کوو. دلته علما دوه ډلی شوی یو ډله علما د غوزانو اصلی ټاتوبی په هکله وایی چی غوزان د بالکان د غرونو لړیو په اوږدو کی پیدا شوی اوبله ډله یی د همالیا هندوکش د غرونو لړی په نښه کوی اغلب ګومان ددی منشا افغانستان ګنل کیږی یادونه کوی چی وروسته د انسانانو مهاجرتونو په پایله کی نورو سیمو ته خپاره شول چی اوس یی په چین ترکیه ، اوکراین ، ترکیه، افغانستاان ،امریکا،ایران ،رومانیا.یونان،باکستان،امریکا کی دیره ښه نتیجه ورکړی چی دی هیوادونو له ډلی امریکا د غوزانو د تولید له کبله دیر غنی هیواد دی.

زمونږ په هیواد افغانستان کی دډیرو پخوانیو پیړیو راپدیخوا خلک د غوزانو ونو سره بلدتیا لری ولی تر ډیره وخته پوری د دی ونو او ورڅخه ترلاسه کیدونکی میوی د ارزښت خخه ناخبره وو . و وخت په تیریدو د غوزانو په ارزښت وپوهیدل چی اوسمهال په هیواد کی د غوزانو د ونو برسیره د میوی څخه یی په مختلفو ځایونو کی ګټه اخستل کیږی .چی اوس د وچو میوو عمده محصولاتو څخه ګنل ګیږی.

د غوزانو هغه نوعه چی زمونړ په هیواد کی پیداکیږی دjuglans regia څخه عبارت دی چی دغی نوعی نوی زرغون شوی بوټی د ناروغیو په مقابل کی دیر مقاومت لری او هم کلک او سیریښناک لرګی درلودونکی دی . او همدارنګه د غوزانو زیات کښت او تولید له پلوه مشهوره ساحه یی ارزګان ولایت تشکیلوی.

دغوزانوغذايي اواقتصادي ارزښت:

دغوزانو ونو او میوو دواړرو څخه استفاده کیږی . دا چی د غوزانو لرګی کلک ،ښکلی ،سریښناک او د لږچاودیدو امکان لری او هم په اسانی سره برمه کیږی نو په همدی وجه په تزکاڼی کی ځانګړی اهمیت لری چی زیاتره د فرنیچر ،میزونو او د سینګار الماریو او د خوب تختونو په جورولو کی ورڅخه ګټه اخستل کیږی.

د غوزانو ونه دیره ښکلی او زړه راښکونکی بڼه لری په همدی خاطر په زیاتزه پارکونو کی د ښکلا د زیاتوالی په موخه کرل کیږی.

د غوزانو وسطی برخه یا مغز زیاتره هغه خلک تازه خوری چی د غوزانو ونی ورته نږدی وي خو د وچ مغز.

لیکنه :ډاکترنوید خپلواک