سه شنبه , 30 اپریل 2024

عصبي خپګان څه معنى لري؟ یا هم روانی ناروغی..

كله چې له كوره بهر وځي ستاسو فكر پرېشانه وي، چې ايا د كور دروازه مو كلكه تړلې اوكنه؟ ايا د خونې بخارۍ مو مړه كړې او كنه؟

– كله چې بازار ته ځئ، د سودا په اخستلو يو ساعت وخت تېروئ تر څو يو شى د اخستلو لپاره انتخاب كړئ، کېداى شي اخستل شوى شى بېرته دوكاندار ته راوړئ.

– تاسو ښه خوب نه شئ كولى، د شپې له مخه او د شپې په اوږدو كې له خوبه بېدارېږئ، ښه اشتيا نه لرئ او د اشتيا لپاره بايد درمل استعمال كړئ…

– ډېره زياته كينه او حسد په زړه كې لرئ…

– هركله چې د ټليفون زنګ راشي نو دا وېره درته پېدا کېږي، چې کومه بده پېښه نه وي واقع شوې…

– د رخصتۍ په ورځ لاره درنه وركه شي، چې چېرته ولاړ شئ او څه وكړئ…

پخوا به چې هر څوك ډېر عصباني وو نو ورته ويل کېده به، چې نوراستنيك (Neurasthenic) ياست خو په دې نه پوهېده، چې دا څه مانا لري. هر چا دا فكر كاوه، چې دا د عصبانيت كومه ځانګړنه بلل کېږي.

خو نن ورځ دا كلمه روښانه ده، چې نوراستنيك د مغزو ستړيا ته استعمالېږي. دا حالت د طب د علم له نظره د تدواي وړ دى او پټ نه شي پاتې کېداى. نن زموږ اعصاب د بل هروخت په پرتله تر ډېر فشار او ستړيا لاندې دي. ورځ په ورځ مو په هېواد كې روحي او اروايي ناروغي مخ په زياتېدو ده، دغه فشاراو دماغي ستړيا ته روحي فشار ويل کېږي، چې په غربي نړۍ كې ورته (Depression) وايي.

غواړم چې دلته په دې اړه لازم او په زړه پورې معلومات وړاندې كړم

ستړيا(خستګي) او بې خوبې: له ستړيا او بې خوبۍ څخه روحي فشار څنګه پېلېږي؟

په لومړۍ درجه کې د ستړيا احساس له خوبه د رابېدارېدو پروخت محسوسېږي، چې له پوره ستړيا سره له خوبه راپاڅېږو، لكه ټوله شپه مو چې خوب نه وي كړى، هېڅ مو له وسه نه پوره کېږي. د ورځې له پېل سره مو ستړيا مخ په كمېدو وي او د ورځې په پاى كې شپې ته نژدې د ستړيا او ناراحتۍ هېڅ احساس نه كوو. د سهار د وخت ستړيا د ځيګر د ناروغيو نښه شمېرل کېږي، خو د روحي فشار لويه نښه هم بلل کېږي.

د ستړيا احساس سړى له كاره باسي او تنبل كوي، ځكه چې دا ستړيا جسمي او روحي اړخونه لري.

د دې ترڅنګ چې كار ته مو ډډه نه لګېږي، ورزش، پلې ګرځېدا او د شپې تفريح ته مو هم زړه نه ښه کېږي. په هر صورت هېڅ كار ته مو ډډه نه لګېږي، ځكه فكر كوئ چې هر كار ستړى كوونکى دى. د اشتيا له مخې مو هم صحت ښه نه وي، خوراك ته مو زړه نه کېږي. کېداى شي پخو ا به مو ډېر خوراك كاوه خو اوس مو څه زړه ته نه کېږي او مجبور ياست اشتيا راوړونکې درمل استعمال کړئ.

تر هرڅه ډيره ځوروونکې بې خوبې ده او يا دا چې په سختۍ سره خوب كوئ او كه خوب درشي نو څو ځله له خوبه رابېدارېږئ، زيات وخت د ټول بدن په درد مبتلا ياست او ټول غړي مو درد كوي.

د اختلال په حالت کې په ښځو كې مياشتنۍ ناروغۍ زياتېږي او ډېر ورڅخه ځورېږي، يا خو ځنډ او وروسته والى په كې را منځته کېږي او يا دردناك حالت اختياروي. بل دا چې دواړه جنسونه د زړه په دردونو، د وينې د فشار په ناروغۍ او د لاسونو اود پښوپه سوړوالي او يخوالي اخته کېږي. دغه نښې د دې ناروغۍ له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي.

د سردرد يې ډ ېر زيات وي:د عضلو په برخه كې دردونه ليدل کېږي او كله هم د ستون فقرات،غاړي او د پښتورګو په برخه كې دردونه منځته راځي.

دا خلك د جنسي عمل د اجرا څخه ډېرشكايت لري او ناروغ کس د جنسي قوې په عدم کفايې اخته کېږي او ښځې نور له جنسي عمل څخه لذت نه وړي او په جنسي بې نظميو مبتلا کېږي، لكه همجنسۍ ته يې ميلان زياتېږي.

غلط فكرونه او بې اراده ګي: د جنسي دستګاه اختلالات د دماغي او فكري انقلاب د رامنځته کېدو سبب ګرځي. روحي فشار لكه څنګه چې له نامه څخه يې څرګندېږي، د ډېرو اروايي او روحي ناروغيو سبب ګرځي. ناروغ خپل كارونه د نورو په سترګو ګوري، تياره او تت فكرونه پرې غلبه كوي. سوداګر تل فكر كوي، چې د تاوان په لوري يې مخه ده او سياست مدار تل په دې فكر كې وي، چې د مغلوبېدو خواته روان دى، تل په فكرونو او چورتونو كې اوسېږي او د ډېرو مهلكو ناروغيو په فكر كې وي لكه د سرطان او داسې نورو..

په دې کسانو كې د ارادې قوه كمزورې وي او دا د ناروغۍ له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي، دا کسان نه شي كولاى په وخت د څه په اړه تصميم ونيسي، تل په تردد كې وي، بل دا چې ټولنيز او كورنى ژوند يې بې خوند ه وي، د كورنۍ په اړه ناوړه فكرونه کوي.

له نېکه مرغه روحي فشار دې مرحلي ته ژر نه رسېږي، خو كه داسې نښې په تاسو كې ولېدل شي، نو دا ډېره خطرناکه مسئله ده. بايد ډاكټر ته مراجعه وكړئ، ځکه ناروغ په پېل كې په اسانۍ سره خپل تعادل ساتلى شي او د ناروغۍ له پرمختګ څخه مخنيوي کولاى شي.

د روحي فشار ميكانيزم:د روحي فشارميكانيزم او سببونه اوس ډېر روښانه شوي دي. پوهيږو چې د بدن ټول غړي او سيستمونه د اعصابو ترکنټرول او نظارت لاندې دي، د اعصابو مركزونه د برېښنا د ماشين په څېر دنده ترسره کوي، عصبي ريښې د برېښنا جريانات د بدن د غړيو تر اخري برخې پورې رسوي.اوس كه عيب او يا کومه ناروغۍ په دې مرکزونو كې پېدا شي، ماشين

نه شي كولاى په منظمه توګه كار وكړي، يو به ورو كاركوي، بل به هېڅ كارنه كوي او يا به په تيزۍ سره كار كوي. کېداى شي دا ټولې ستونزې له يو ډېر وړوکي علت څخه رامنځته شوې وي. دا معلومه خبرده، چې هروخت چې عصبي امواج كم شي نو تعادل خرابېږي او د خطر د زنګ په شان چې په ځينو ماشين الاتو كې وجود لري او انسان د خطر په اړه ځانته متوجه كوي.

هغه چې استعداد لري: ځينې خلك د ډېرو نورو په پرتله لوړ استعداد لري او ويلي شو، چې د دې كسانو مركزي ماشين اساساً په ښه توګه كارنه كوي، يو وړوکى علت د هغوى د مركزي سيستم د مختل کېدو لامل ګرځي. دا هغه خلك دي، چې عصبي بلل کېږي او په نيمه خبره او لږ بحث سره بدلون مني، ښه خوب او اشتيا نه لري.

ځينې نور کسان سالم مرکزونه لري، چې هېڅ شى پرې اغېز نه كوي او د هرې حادثې او خطر په وړاندې نه ټكنى كېږي.

دا زمينه او استعداد موږ له پلرونو څخه په ميراث وړو. حتى دا ناروغۍ په شيدو خوړونكيو ماشومانو كې ليدل شوې، کېداى شي د ماشوم د عمر په پېل كې يې په تداوي لاس پورې كړو.که په وړوكتوب كې يې په تدواي لاس پورې شي کېداى شي له پېله وساتل شي. كه ناروغۍ په ورثوي ډول په كومه كورنۍ كې موجوده وي نو هېڅوك د روحي فشار له ناروغۍ څخه په امان نه دى، په ځانګړې توګه كه د ناروغۍ لپاره حالات او چاپېريال برابر وي، په ډېر ه کچه هغه كسان پرې اخته کېږي، چې عصبي مزاجه وي.

علتونه اواسباب: د روحي فشار عمده علت په جسمي او دماغي كارونو كې زياتوالى او افراط دى، مثلا كه يو محصل امتحان ورکوي، نو ډېره فكري او دماغي قوه په کار اچوي او يا يو ورزشكار، چې د قهرمانۍ لقب ترلاسه كوي، خپله ټوله جسمي قوه په كار اچوي، امكان لري دوى دواړه په روحي فشاراخته شي.

دا ناروغۍ ورځ په ورځ زياتېږي، علت يې دا دى چې ورځني كارونه د ستړي کېدو لامل ګرځي. هو! زيات كار سړى نه ستړى كوي، مګر تيز كار سړى ژر ستړي او خسته كوي او سړى له پښو څخه غورځوي. نن موږ په ارامې كار نه كوو، استراحت کولو ته وخت نه لرو، بلكې په تيزۍ سره مو كارونه روان كړي له اتوم، فضايي بېړۍ او له داسې نورو سترو كارونو سره په سيالۍ بوخت يو.

په ورځنيو كارونو کې د تفريح لپاره د وخت ايستلو په اړه رسول اكرم صلى الله عليه وسلم داسې فرمايلي دي: روح القلوب ساعه بعد ساعۀ ( زړونه اراموئ يو ساعت او بل ساعت).

ډېرى هغه خلك په دې ناروغۍ اخته کېږي چې له ټيليفون او كمپېوټر سره يې سروكار وي، ځكه د دوى كارونه خورا تېز وي اود كار ستړيا ورته د کار په پاى کې رامنځته کېږي. ځينې نورعلتونه لكه د خرابې هوا، ګرد، د كار وړوكي خونه، ډېر شور او اوازونه، نامناسبه غذا او داسې نورهم د دې ناروغۍ لامل ګرځي. نو كه چېرته له پورته ناسمو عواملو سره ځينې نور عوامل ګډ شي لكه په کار کې بې نظمي، د اوسېدنې د ځاى نشتوالى، د ډوډۍ خوړلو په وخت كې له چټكتيا نه كاراخستل، د پرېشانه كوونكيو خبرو اورېدل او داسې نور د روحي فشار لامل ګرځي.

احتياط وكړئ! زړه ډېر حساس دى:د روحي فشار په پېدا کېدو كې عشقي او ذوقي كارونه ډېر ارزښتناک رول لري، هغوى چې د دې ناروغۍ جوګه دي، په يو ستر غم، اندېښنه او د يوې ناڅاپې پېښې په واسطه يې اعصاب ډېر ژر مختلېږي.

كله كله د روحي فشار علتونه زموږ په انګړ كې او په ورځني ژوند كې موجود وي، مثلا كله ښځه د خپل مېړه د مور (خواښي) سره په يو كور كې اوسېدل نه غواړي او په روحي فشار اخته کېږي. كله چې خواښې له كوره ووتله او يا نوموړى كور بدل كړي، نو روحي فشار يې له منځه ځي او د ستړيا حس يې ختمېږي.

کله کله روحي فشار داخلي يا معنوي سرچينه لري يعنې كله چې وجدان او اخلاق ناراحته وي، نو روحي فشار منځته راځي. دا موضوع په جنسي اړيكو كې ډېره زياته ليدل کېږي، هر كله چې يوه كس ته د خپل زړه او خوښې واده ونه شي نو تل په روحي فشار اخته وي.

له پورتنيو څرګندونو څخه معلومېږي، چې موږ ټول د عصبي ناروغيو تر اغېز لاندې يوو. تل بايد دا كوښښ وكړو چې په دې ناروغيو اخته نه شو او د لاندې عواملو له رامنځته کېدو څخه ډډه او مخنيوى وكړو.

په لومړۍ درجه كې كورنۍ او د ژوند چاپېريال زيات او فوق العاده اغېز لري. کېداى شي چې ناروغۍ زياته او يا كمه كړي.تر خپله وسه د ژوند چاپېريال او ژوند ارام او له شورماشوره څخه لرې وساتئ او د ژوند لپاره ښه چاپېريال برابر كړئ.

استراحت د درملنې کيلي ده: د درملنې تر ټولو ښه لاره استراحت ده.دبدن ماشين بايد د يو څه وخت لپاره استراحت وكړي، ترڅو بيا ورڅخه كار واخستل شي. په سختو وختونو كې د خوب په واسطه تداوي له هرې تداوۍ اغېزناکه تمامېږي. او ناروغ روغتون ته يوړل شي او د خوب د دواګانو په واسطه هغه ته په ساعتونو خوب وروستل شي، مناسبه غذا دې وركړل شي، د خوب سلسله بايد تر ۶-۵ او يا تر ۱۰ ورځو پورې وساتل شي، امكان لري په دې توګه د اعصابو تعادل وساتل شي او ناروغ مخ په ښه کېدو شي.

کله چې ناروغۍ برسېرنه وي، د په زړه پورې ژوند پېل كول او تر دولسو ساعتونو پورې خوب د ناروغ كسالت او ستړيا له منځه وړي.تردې وروسته بايد په مناسبه توګه له داروګانو څخه استفاده وشي چې په دې ډول بايد ناروغ په فكري او جسمي توګه استراحت وكړي.

د اوسېدو د ځاى بدلون: ډېره مشكله ده، چې يو روحي ناروغ په داسې توګه چې په كور كې بستر وي په سمه توګه تداوي شي. څنګه ممكنه ده چې چېرته هغه ناروغ شوى بېرته په ورته چاپېريال کې تداوي شي، کېدى شي هغه کسان، چې ناروغ ته ډېر ګران دي، په ناروغ ډېر بد اغېز ولري، نو ځکه بايد د اول ځل لپاره د ناروغ د اوسېدو ځاى ته تغير وركړل شي. څنګه چې په نورو ملكونو كې د داسې ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې ځايونه جوړشوي، چيرته چې د دې ناروغانو ځانګړې تداوي ترسره کېږي.

د اوسېدو لپاره بايد په ښکلي آب وهوا لرونکې چاپېريال كې ځاى جوړ شي او كله كله بهر ته په سفر وتل ډېر ضروري دي، ترڅو د ناروغي ستړيا له منځه لاړه شي.

بهتره ده له داسې كسانو سره په سفر يوځاى لاړ شو، چې هروخت زموږ تر څنګ نه وي.

بايد په دې پوه شو، کوم خلك چې يو ځل په روحي فشار اخته شوي وي، د بدني يا جسمي قوې له مخې ډېر كمزوري وي، کېداى شي ناروغۍ پرې له سره راوګرځي. نو د دې لپاره نوموړي كسان بايد د څو ورځو لپاره له درملنې وروسته كار ته كمه او خوب ته زياته توجه وكړي، تر لسو ساعتونو پورې خوب وكړي او بايد له اسېد فاسفوريك او داسې نورو داروګانو څخه استفاده وكړي ترڅو لږ څه بدني قوه يې اعاده شي.

فاسفور د اعصابو د تقويه کېدو سبب ګرځي. ښه دا ده چې خپله دنده بدله كړو، په ځانګړې توګه كه د تيلفونچي يا ورته دنده ولرو.

څنګه كولاى شو، چې د ناروغۍ مخه ونيسو؟

په هر ډول چې وي، د ناروغۍ د مخنيوي لپاره کېداى شي لازم اقدامات تر سره او مخه يې ونيول شي. دا مخنيوي د حساسو او عصبي خلكو لپاره ډېر لازمي دى. په لاندې ډول د مخنيوى ډېرې په زړه پورې او ارزښتناکې لارې درته په ګوته کوم، هيله ده په ښه توګه يې اجرا كړئ.

ـ ژوند بايد منظم کړئ. په ټاکلي وخت خوب وكړي، له خوبه چې رابېدارشئ نو خپله ډوډۍ په ټاکلي وخت وخورئ.

– ترڅو چې كولاى شئ په كافي اندازه خوب وكړئ، په دې پوه شئ، چې خوب د اعصابو د تسكين او استراحت تر ټولو غوره لار ده.

– په ډوډۍ خوړلو كې له زياتوالي كار مه اخلي. له الكوليكو مشروباتو او ټولو مسکراتو څخه ځان وژغورئ او ډېره قهوه مه څښئ.

لیکوال : ډاکترحنیف الله